اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عب??الله بن زايد النهيان د پاكستان هم څنګ شاه محمود قرېشي سره ټېليفوني تماس نيولے ۔د خبرو اترو په مهال دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه نزدې او تاريخي د ورورولۍ اړيكو لا مستحكم كولو ل?? عزم څ??ګند كړے۔د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د متحده عرب امارات خارجه وزير شېخ عب??الله بن زيد النهيان خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جنورۍ په 17مه نېټه په ابوظهبي كښې د تره?? ګرۍ د پېښې تفصيلات څخه خبر كړو او خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د تره?? ګرۍ په پېښه كښې په حق رسېدلې پاكستاني وګړي په مړينه ئې غمرازي ښكاره كړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د حوثي ملېشيا لخوا په ښارونو د تره?? ګرو بريدونو سخته غندنه كړې او د دې بريدونو په نتيجه كښې د ځپليو كورنيو او ژوبل شوو زر روغتيا له ئې دعا كړې ۔دغسې خارجه وزير د حق رسېدلي پاكستاني هېواد ته رالېږلو او ژوبل شوو لپاره سمدستي علاج معالجې په هڅو د امارات هم څنګ مننه وكړه۔د متحده عرب امارات اولس او حكومت سره د يو والي څرګندونه كولو سره خارجه وزير ووئيل دا ډول د تره?? ګرۍ كاروائي د متحده عرب امارات د خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت خلاف ورزي ده ۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه نزدې او تاريخي د ورورولۍ اړيكې لا مستحكمولو له د خپل عزم څ??ګندونه كړې