اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د رومانيه او سپين په څلور ورځنۍ سركاري دوره (سبا) د اتوار په ورځ ځي۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د دورې په وړومبي پړاؤ كښ?? به خارجه وزير شاه محمود قرېشي د 9 نه تر 10 جنوري د رومانيه خپل هم څنګ بوګدان اورېسكو په بلنه د بخارسټ دوره كوي۔ خارجه وزير به د رومانيه خپل هم څنګ او نورو چارواكو سره هم ملاقاتونه كوي۔ ?? ملاقاتونو په مهال د مرستې نورو اقداماتو ته د پام كولوو نه علاوه ډلې په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو هم مشاورت كوي۔ خارجه وزير به د دې نه پ?? د 10 نه تر 12 جنوري د هسپانيه هم څنګ جوزے ميوئل الباريس بيونو په بلنه د سپين دوره كوي۔ د خپل هسپانوي هم څنګ سره ?? ملاقات نه علاوه خارجه وزير شاه محمود قرېشي به نورو هسپانوي وزيرانو او د پارليمان غړو سره هم ملاقاتونه كوي۔ په سپين كښ?? مېشته پ??كستانيان په لويه شمېره د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو مضبوط پل كار كوي۔ ت??ر كال پاكستان او سپين د سفارتي اړيكو 70مه سالګره لمانځلې۔ رومانيه او سپين په دوه اړخيزه او د اروپائي ائتلاف په تناظر كښ?? د پاكستان مهم شراكتدار دے۔ د خارجه وزير دوره به د دواړو دوست هېوادونو اړيكې لا قوي كړي