اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په لومړي ځل كم آمدن لرونكو طبقو ته د سود نه پاكې او آسانې قرضې وركولې ش??۔ هغه دا خبره د كامياب پاكستان پروګرام لا??دې د سود نه پاكې قرضې وركولو دستورې ته د خاص مېلما په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد هم په دې موقعه موجود وو۔ چیئرمېن اخوت اسلامک مائیکرو فنانس د پروګرام په مقصدونو رڼا واچوله۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل كوم خلك چې بېنكونو ته د رسېدو آسانۍ نه محروم دي هغوي ته نېغ په نېغه قرضې وركولې شي٬ په دې لړ كښې وزيراعظم د خصوصي اقداماتو كولو هدايات وركړې د??۔ هغه ووئيل سماجي او معاشي پرمختګ لپاره موجوده حكومت ټول ممكنه ګامونه پورته كو??۔ هغه ووئيل د معيشت مېوې تر نن ورځې بې وزله اولس ته رسېدلې نه دي ٬ وزيراعظم وائي داسې كار وكړۍ چې بې وزله چاته محتاجه پاتې نه ش??۔ هغه وئيل خپل روزګار او خپل كور او كرونده ګرو ته د سود نه پاكې قرضې وركولې شي او تر دې دمه په 3 سوه ??ارونو كښې نزدې د 4 سوه كروړه روپو قرضې وركړې شوي د??۔ هغه ووئ??ل په اولني پړاؤ كښې 40 لكه كورنۍ د هېواد د پرمختګ په چوكاټ كښې شاملولې ش??۔ هغه ووئيل مونږ د مدينې رياست په ډول د يو فلاحي رياست جوړولو پلو روان يؤ۔ د خزانې وزير په مرسته كولو د اخوت اسلامک مائیکرو فنانس مننه وكړه۔