اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه علوي خاص كوچنيانو ته د ټولنې لخوا د پالنې او د ژوند په ټولو څانګو كښې د موقعو وركولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي كوچنيان د نړۍ سباون دے، د دوي حقونه باوري كول د ټولو ذمه واري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د “الشفاء ټرسټ مېړنو كوچيانو ته د پېرزوئنو وړاندې” كولو په سرخط دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ پاکستان انټرنېشنل ايئرلائنز (پي آئي اے) او سول ايوي اېشن اتھارټۍ (سي اے اے) په اشتراك د فنډ ريزنګ دستوره كښې د الشفاء ټرسټ هڅې رامخې ته كړې شوې كوم چې د ذهني او جسماني معذورۍ سره ?? مخ كوچنيانو پالنه٬ بحالۍ اود خاص سكولنګ حاجتونه ترسره ??وي?? بېګم ثمينه علوي په ذهني رنځ اخته ماشومانو لپاره ?? سهولتونو كمي پحقله په ټولنه كښې زيات شوي رجحانات رامخې ته كړل۔ دې ووئيل حكومت د بېلا بېلو پروګرامو د لارې د خاص كسانو پشمول د اولس د خدمت عزم لري۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو له مخې د مجموعي آبادۍ 15 فيصده په څه نه څه شكلد معذورۍ ښكار ده چې پكښې ا??يا فيصده په پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې مېشته دي۔ دې د ھغه اقداماتو په ملاتړ كولو زور رواړو چې مقصد ئې جسماني او ذهني رنځونو سره مخ كوچنيانو ته سهولت وركول دي ۔ بېګم ثمينه علوي په ذهني رنځونو د اخته ماشومانو بحالۍ لپاره ?? الشفاء ټرسټ د ستړو ستائنه هم وكړه۔ په دې موقع په كراچۍ كښې د الشفاء ټرسټ چيئرمېن او د پي آئي اے سي اي او ايئر مارشل (ر) ارشد ملك هم وېنا وكړه۔