اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) صدر ډا??ټر عارف علوي د احساس پروګرام ترمخه د فلاحي منصوبو په اړه اولس كښې د شعور رابېدارولو په حا??ت زور راوړلو كښې وئيلي دي په سپېځلتياﺀ اډانه دا ??روګرام د سماجي فلاحي رياست وژن پلو يو مهم ګام دے، د قامي اسمبلۍ غړي او ميډيا دې د فلاحي پروګرامونو په اړه معلومات ترلاسه كولو سره اولس كښې شعور رابيدار كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ون ونډو احساس مرکز جي سيون دورې په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ د صدر کورودانه بيګم ثمينه عارف علوي هم ده سره ملګرې وه، د وزيراعظم خاص مرستيالې سېنېټر ډا??ټر ثانيه نشتر د صدرمملکت هركلے وكړو او هغه له ئې د احساس ون اسټاپ شاپ آپريشنز په اړه بريفنګ وركړو كوم چې د 14 مختلفو ټارګټ ګروپس لپاره خذمات په يو ځاے وركوې۔د بريفنګ په مهال ده ته ووئيل شول په دې ځاے د احساس خذمات سره ون ونډو احساس سنټر م??تح??ين له آسانۍ وركوې۔ د بريفنګ په مهال دا ??م ووئيل شول په دې پروګرامونو كښې احساس کفالت پروګرام ، احساس نشونما پروګرام ، د احساس د سود نه غير قرض سکيم ،لنګر خانې او د پناه ګاه پشمول نور پروګرامونه شامل دي۔ صدر مملکت په پراخه توګه د ون ونډو احساس خذمات جاج واخست او د م??تح??ينو سره ئې ملاقات وكړو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې صدر ډا??ټر عارف علوي ووئيل په دې ليدلو خوشحاله شوے يم چې د دې سهولت د لارې د احساس تر ټولو خذماتو رسنه ترلاسه كيدې شي او دا د يو فلاحي رياست حقيقي مظاهره ده۔دې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې صدر ډا??ټر عارف علوي ووئيل وګړو ته اندازه نشته چې دا څومره ل??ي پروګران دے او دا د غريبو طبقو لپاره څومره اسانۍ راپيدا ??وي۔ده ووئيل احساس پروګرام يو كوټلے پروګرام دے چې له مخې ئې د هېواد پسمانده طبقو لپاره تعليم او د وظائفو پشمول د ښېګړې 20 پروګرامونه پيل كړې شوي ۔ده ووئيل د کورونا وباء په مهال د احساس پروګرام ترمخه احساس کفالت پروګرام پيل كړے شوے، اربونه روپۍ پسمانده طبقو له وركړے شوے ، په دې كښې كوم کرپشن نه دے رامخې ته شو او دا د کرپشن څخه پاكه منصوبه ده۔ده ووئيل ګراني يوه مسئله ده خو په يوټيليټي سټورز په کنټرولډ بيعه اوړه ، غوړې او چيني وركړې كېږي