اسلام آباد 14دسمبر (اے پي پي)د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئېلي دي په وړومبي ځل په قامي ك??ه د نشه اي توكو مخ نيوي پالېسي جوړه كړې شوې ٬وزيراعظم عمران خان د نشه اي توكو د مخ نيوي كونسل پخپله څارنه كوي٬زمونږ هڅه ده چې د موجوده وسائلو په كارولو ښه كار وكړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كاناډا ??ائي كمشنر ون??ي ګلمور او د سويټزر لينډ ډپټي هائي كمشنر البور ټوګروف سره د نشه اي توكو نړيوالې پالېسۍ په اړه په مهم ملاقات كښې كړې۔په دې موقع د كاناډا ??ائي كمشنر ون??ي ګلمور ووئيل د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت لخوا زمونږ په وړاندېزونو د غور كولو مننه كوو۔اعجاز احمد شاه و??ئيل د نشه اي توكو خرڅونكو په ضد په انټيليجنس آپرېشنز زور راوړو چې په ځواب كښې يې د كاناډا ??لاوي تائيد كولو كښې ووئيل مونږ هم په دې خبره متفق يو چې انټيليجنس آپرېشن ښه تګلاره ده ۔وفاقي وزير ووئيل د ټولو ايجنسو كوآرډينېشن ښه كولو سره د نتيجو بهتر كولو هڅې كوو۔د سوئس ډپټي هيډ البورټو ګروف هيله څرګنده كړه چې په پاكستان كښې به هم د نشه اي توكو ښكار كسانو بحالۍ لپاره فعاله ګامونه پورته كولې شي۔د نشه اي توكو قاچاق مخ نيوي په اړه و??اقي وزير ووئيل بارډر كنټرول په وړومبي ترجيحاتو كښې شامل دے ۔ده و??ئيل د افغانستان معاشي بهتري زمونږ د منطقې لپاره مهمه ده٬ده و??ئيل د محدودو وسائلو باوجود پاكستان د هغوي مرسته كړې۔ده و??ئيل مونږ غواړو چې افغان اولس پخپلو پښو اودرېږي٬ده و??ئيل وزيراعظم عمران خان په دې اړه ټول ض??وري اقدامات كوي دغسې چې د هېواد صورتحال مستحكم شي۔د كاناډا ??لاوي ووئيل د نشه اي توكو مسئله نړيواله ده او د دې خاتمه ضروري ده