کراچۍ 10 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د کراچۍ وګړو لپاره د 35.5 اربه روپو په لګښت د ګرين لائن بس رېپډ ټرانزټ سسټم منصوبې پرانسته كړ??٬ دا منصوبه د وفاقي حكومت لخوا د سندھ اولس او په خاص توګه د كراچۍ وګړو لپاره ځانګرې ډالۍ ده ٬ دي سره به د لويدېزو او مېنځنۍ ضلعو يو لك 35 زره م??اف??و ته هر ورځ د جديد ترين سفري سهولتونو سره تر سنټرل ډسټركټ رسنه آسانه او محفوظ شي٬ په 21 کلوميټره اوږد ګرين لائن بس ريپډ ټرانزټ سسټم کوريډور 22 اسټېشنز٬ ټكټنګ رومز او برقي پاٶړۍ موجود دي٬ چرته چې د برېښنا د تعطل نه غېر وركړې باوري كولو لپاره هر وخت د بېك اپ جنرېټرز سهولت موجود دے٬ ګرين لائن بس سروس كښې ناريناٶ، مېرمنو او سپين ګيرو لپاره جلا دروازې مختص دي٬ د بس دواړو اړخو ته دروازې جوړې دي ٬ وړومبۍ دروازه مېرمنو لپاره ٬ دوېمه فېملي او درېمه ناريناٶ او هلكانو لپاره مخصوص كړ?? شوې۔ هر بس كښې خاص كسانو لپاره بورډنګ برج او ناستې لپاره خاص انتظام دے۔ د 150 م??اف??و ګنجائش سره د اتلس ميټره اوږد ډيزل هائبرډ او اېئركنډيشن بس سروس به د سرجاني څخه تر ميونسپل پارك 22 كلوميټره فاصله سر كوي٬ هر بس كښې معلومات او تشهير لپاره ډيجيټل سکرينز، سي سي ټي وي کېمرے هم نصب كړ?? شوي او په بس سټېشن موجود سهوليات كښې ايسکيليټر??، لفټ سروس شامل دي۔ د دې نه علاوه د م??اف??و سهولت لپاره ټکټ وېنډنګ مشينز هم نصب كړ?? شوي٬ بس كښې د سيل فون چارجنګ پورټ سهولت هم موجود دے او فائر او حفاظتي سامان هم لګولے شوے۔ دلته دا خبره د ذكر وكړ ده د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په خاص خوښۍ لرلو د منصوبه بندۍ وفاقي وزارت او د سندھ انفراسټرکچر ډوېلپمنټ کمپنۍ د لارې دا پروژه تر سره كړ?? شوې