اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د امنيت مجموعي صورتحال جاج اخستو غونډه د ګل په ورځ وشوه۔د وزيراعظم ميډيا آفس د اړخه جارې شوې بيان له مخې په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد، سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه،د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف، د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار او اعليٰ سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د سري لنكا وګړې پريانتھا كمارا په سيالكوټ كښې په ظالمانه قتل د تشويش څرګندونه وشوه ا?? د غونډې ګډون كو??نك?? ته ووئيل شول د پېښې ذمه وار دې قانون سره مخ كړے شي۔د غونډې ګډون كو??نك?? د دې امر څرګندونه وكړه چې په ذاتي توګه ا?? د ډلو په صورت به چا له هم قانون په لاسو كښې د اخستو اجازه ورنه كړے شي او دې ډول پېښو كښې د ككړو كسانو سره ??ه هيڅ ډول رعايت نه كېږي ۔دې نه ځانله د دې ډول پېښو ختمولو لپاره ??ه يوه كوټلې تګلاره مرتب كولې شي او ذمه وارو له به سخته سزا باورې كولې شي۔په غونډه كښې د ملك عدنان مړانه هم وستائلې شوه چا چې خپل ژوند په خطر كښې اچولو سره ?? پريانتھا كمارا بچ كولو هڅه كړې۔ د غونډې ګډون كو??نك?? د سري لنكا وګړې پريانتھا كورنۍ سره ??مرازي هم ښكاره كړه۔