اسلام آباد۔6دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود ??رې??ي وئيلي دي د جنوني كېفېت مخې ته به بند تړل او په ګډه د انتها خوښي سوچ مقابله كول وي۔ د ګل په ورځ د او آئي سي كونسل آف فارن منسټرز او غېر معمولي غ??نډې او په سيالكوټ كښې د رامخې ته شوې غمجنې پېښې حوالې سره په خپل مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل په 19دسمبر به اسلام آباد كښې د او آئی سی خارجه وزيرانو غېر معمولي غ??نډه كېږي په كومه كښې چې د بېلو هېوادونو خصوصي استازو ته د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔ د او آئی سی د خارجه وزيرانو غونډې ايجنډا افغانستان دې۔ شاه محمود قریشي ووئیل چې د افغانستان وضعیت ته باید زر تر زره پاملرنه وشي دغسې چې د افغانستان بشري ب??را?? سوا نه شي۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې معاشي ب??را?? رامخې ته شي نو د دې به مضر ??ثرات مرتب شي۔ خارجه وزير ووئيل د سيالكوټ پېښه يوه غمجنه پېښه ده ٬ څه چې په سيالكوټ كښې وشؤ داسې بايد نه وو شوې۔ شاه محمود ??رې??ي ووئيل د سيالكوټ پېښې پلټنې روانې دي او تر دې دمه 118 كسان نيولې شوي دي۔ هغه ووئيل زما خپل سري لنكن همڅنګ او د وزيراعظم سري لنكن حكومت سره خبرې شوي دي ٬ سري لنكن حكومت د پاكستاني اقدماتو څخه مطمئن دے۔ سري لنكن حكومت غواړي چې ذمه وارو ته دې سخته سزا وركړې شي ٬ زمونږ هڅه ده چې دې پېښه كښې ككړ كسان قانون ته مخامخ كړې شي۔ خارجه وزير ووئيل حكومت سره سره ټولنې له به هم يو ذمه وار كردار ترسره كول وي۔ د جنوني كېفيت وړاندې به پل تړل او په ګډه د انتها خوښي سوچ مقابله كول وي۔