پېنډې 24 ن??مبر(اے پي پي) سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د قطري بحريه كمانډ مېجر جنرل عبدالله بن حسن السليطي ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د شريكې خوښې او په وظيفائي چارو ، سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا په صورتحال خبرې وشوې. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿آئ?? اېس پي آر﴾ له مخې په دې موقع سرلښكر ووئيل چې پاكستان قطر سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري او پاك پوځ هم د قطر وسله والو ځواكونو س??ه دفاعي او امنيتي مرسته زياتول غواړي. ده ووئيل چې سيمه ايز امن او استحكام لپاره د افغان اولس اقتصادي پرمختګ لپاره مربوطو هڅو س??ه د افغانستان په اړه د نړيوال اتحاد هم ضرورت دے. د قطر د بحريه كمانډر د پاكستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي مهارت اعتراف وكړو او په بېلا بېلو څانګو كښې ئې د مرستې زياتولو د عزم څرګندونه وكړه. ده په افغان صورتحال كښې د پاكستان د كردار، د پولې انتظام لپاره د خاص هڅو او په سيمه ايز استحكام كښې هم د كردار ستائنه وكړه