اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پوهنتونونه دې د هېواد سائبر دفاع قوي كولو لپاره د سائبر سېكورټي څانګې ته خاص پام لرنه وكړي، په هېواد كښې د آئي ټي زده كوونكو شمېر زي??تولو ته ضرورت دے. د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت دا خبرې د جمعې په ورځ د نېشنل يونيورسټي ??ف سائنس اېنډ ټېكنالوجي ﴿نسټ﴾ بريفنګ اغستو په مهال وكړې. ده ووئيل د هېواد پرمختګ او د ماركيټ ضروريات تر سره كولو لپاره به پوهنتونونو ته د ګرېجوټس شمېره زي??تول وي. ده ووئيل پوهنتونونه دې د آن لائن تعليمي موادو حجم زي??ت كړي او په تحقيقي منصوبو كښې دې نړيوالو پوهنتونونو سره همكاري وكړي. په دې موقع د پوهنتون پرو رېكټر ائير وائس مارشل ډاكټر رضوان رياض صدر مملكت ته د پوهنتون په اړه بريفنګ وركړو. دغسې صدر مملكت د معياري تعليم په وركړه كښې د پوهنتون د انتظاميې د كردار ستائنه وكړه.