اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره په تندۍ سره راوانولو لپاره د لوستو مېرمنو شمېره زياتولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي حكومت د مېرمنو تعليم سره سره دوي هنرمندې جوړولو ته هم پام لرنه كوي دغسې چې د دوي مالي شموليت باوري كړے شي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د لېنګ لېنډز سكول اېنډ كا??ج چترال پرنسپل كېري شوفيلډ ??ه مشرۍ كښې د انجونو زده كوٶنكو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔ پلاوي سره په خبرو كښې صدر ووئيل هېواد ته د زياتو لوستو مېرمنو ضرورت دے دغسې چې دوي د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده و??ئيل مېرمنو له د كا??ياب جوان پروګرام د لارې په آسانو شرائطو ??و ضوابطو كاروباري قرض وركولو سره دوي ??ه مالياتي توګه اختيارمندې كولو لپاره اقدامات كوٶ دغسې چې دوي خپل كاروبار پېل كړے شي۔ صدر د تعليم ??ه مېدان كښې د لېنګ لېنډز سكول اېنډ كا??ج د كردار ستائنه و??ړه كوم چې د ميډيكل او انجينئرنګ په څانګو كښې يو شمېر پوهان او پروفېشنلز پېدا كړي۔ ده د كا??ج انتظاميې په خاص توګه ?? پرنسپلې اغلې كېري شوفيلډ د هلو ځلو او خدمات هم ستائنه و??ړه څوك چې د چترال اولس تعليمي معيار لوړولو او معياري تعليم لپاره په تېزۍ سره كار كوي