اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي حکومت د بلوچستان پرمختګ لپاره خصوصي ګامونه پورته كوي٬ بلوچستان لپاره خاص پرمختيائي پېكج سره به په صوبه كښې خوشحالي راشي٬ د حكومت د قرضو سكيم په اړه دې د خصوصي كسانو او ځوانانو لارښودنه وكړې شي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه ګورنر هاٶس كوئټه كښې د خصوصي وګړو خېرښګړې لپاره د پورته كړې شويو ګامونو په اړه د بريفنګ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د بلوچستان ګورنر سيد ظهور آغا، وزيراعلی مير عبدالقدوس بزنجو او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ صدر مملکت ووئيل خصوصي وګړي د ټولنې ګټور او د كار كسان جوړول ضروري دي، د دوئي هنرمند جوړولو لپاره به د ووكېشنل ټرېننګ سېنټرز دائره كار پراخه كول وي، دوي د ټولنې اهمه برخه دي د كومو چې هن?? مند جوړولو ته اړتيا ده۔ ډاکټر عارف علوي ووئېل پ??مختيائي پېكج سره به د صوبې د محرومۍ ??زاله كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل د بلوچستان ځوانان د?? د حكومت لخوا د كاروباري قرض سكيمونو څخه ګټه پورته كړي۔ صدر مملکت امر وكړو چې د حكومت د قرضو سكيم په اړه دې د خصوصي وګړو او د بلوچستان ځوانانو لارښودنه وكړې شي