اسلام آباد 11 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په ??فغ??نس??ان كښې يو ټولشموله حكومت د ټولو ګاونډيانو هېوادونو خواهش دے، د داعش څخه خلاصي لپاره طالبان يواځنے آپشن دے، د هغوي په تنها كولو ګډوډي او انساني بحران پېدا كېدے شي، په ??فغ??نس??ان كښې د ګډوډي تر ټولو زيات آغېز به پاكس??ان كېږي، د ا??غانس??ان څخه د وتلو نه پس د حالاتو له امله امريكا په صدمه كښې ده، امريكا له به د مشرۍ كردار ترسره كول وي، د ا??ريٍكا اولس د اصل صورتحال نه كله هم نه دې خبر كړے شوے، د تحريك طالبان پاكس??ان د كومو خلقو سره چې صلح كېدے شي، هغوي سره د خبرو هڅې كوو، كشمير د پاكس??ان او هند ترمېنځه يوه شخړيزه سيمه ده، پاكس??ان هغوي ته د ا??حاق نه علاوه هم آپشن وركړے، كه دوي د آزاد هېواد په توګه پاتې كېدل غواړي، نو دوي به دا جمهوري حق ولري، د اسرائيل تسليمولو په اړه د مېنځني ختيځ كوم هېواد په مونږ فشار نه دے اچولے، پاكس??ان يو جمهوري هېواد دے، د خپل اولس په اعتماد كښې د اخستو نه بغېر كومه پرېكړه نه شي كېدے، اسلام سره د ترهګري تعلق جوړول درست نه دے، د نيوزي لېنډ او انګلس??ان د كركټ لوبډلو د پاكس??ان په دوره منسوخ كولو مايوسه كړي يو. ده دا خبرې د ګل په ورځ مډل ايسټ آئي سره په خپله مركه كښې وكړې. وزيراعظم عمران خان ووئيل د ا??غانس??ان څخه د ا??ريكې وتلو نه پس رامېنځ ته كېدونكې پېښې لا په ارتقائي پړاٶونو كښې دي، معلومه نه ده چې څه به كېږي، د ا??ريكې وتلو نه پس به هلته يوه خلا پېدا شي، هر څوك په دې پوهپږي چې دا يوه ښه موقع ده ځكه چې ??فغ??نس??ان دې ټولو هېوادونو لپاره يوه تجارتي لار ده، د مېنځنې آسيا هېوادونه د ا??غانس??ان د لارې بحر هند ا?? تر پاكس??ان رسنه ترلاسه كولې شي. ده ووئيل د ا??ريكې يا د چين د طرفدارې د پوښتنې په ځائ بايد ا??تصادي مرسته او اقتصادي رابطه وي كومه چې د دې منطقې ضرورت دے او مونږ هم د دې هيله لرو. د ا??غانس??ان اوسني صورتحال په اره د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د شل كلنې كورنې جګړې په نتيجه كښې په ??فغ??نس??ان كښې په لويه پېمانه تباهي شوې، په حقيقت كښې د ا??غان دولت كنټرول يوازې تر ښارونو محدود ؤ . كليوالې سيمې د طالبانو تر اثر لاندې وې، اوس صورتحال دا دے چې طالبان واك ترلاسه كړے، شل كاله پس په اقتدار كښې د راتللو نه پس داسې خلقو سره په معامله كولو كښې ډېر مشكل رامېنځ ته كېږي كومو چې تاسو سره په ګډه ډېرې قربانې وركړې وي. ده ووئيل زما خواهش دے چې په ??فغ??نس??ان كښې يو ټول شموله حكومت جوړ شي، د طالبانو حكومت هم غواړي چې دوي نړيوال قبوليت ترلاسه كړي، دوي بشري حقونو سره سره ??فغ??ن خاوره ترهګرې لپاره د نه وركولو خبرې كوي. وزيراعظم ووئيل دا ??فغ??نس??ان لپاره ډېر نازك پړاٶ دے، بايد نړۍ ??فغ??نس??ان سره خبرې وكړي. كه دوي لرې كړي نو په اسانې سره معاملې د شل كاله پخوانو طالبانو لاسونو ته ورتللې شي كومه به چې تباهي وي او دې سره به د ناټو شل كاله موجودګي، د دوه زره ??رب?? ډالرو خرڅ او د لكونو په شمېر د خلقو قربانې ضائع شي. ده ووئيل د بحران راستنېدو سره به هلته ګډوډي جوړه شي، ??فغ??نس??ان به د آئي اېس آئي اېس په شان ترهګرو لپاره داسې يوه ښېرازه خاوره جوړه شي كومه چې په حقيقت كښې مونږ ټولو لپاره د پرېشانې وړ ده. وزيراعظم ووئيل يو مستحكم ??فغ??ن دولت په ښه ډول د آئي اېس آئي اېس مخ نيوې كولې شي، طالبان د آئي اېس آئي اېس څخه د خلاصي غوره او يواځنے آپشن پاتے شوے. ده ووئيل د ا??غانس??ان نيمه آبادي د غربت د ليكې نه لاندې ژوند تېروي، د ملګرو ملتونو خيال دے چې تر راتلونكي كال به 95 فيصده آبادي د غربت د ليكې نه لاندې لاړه شي، حكومت به د خپل بجټ 75 فيصد په بهرنې مرسته انحصار كولو، كه دوي ئې داسې پرېږدي نو اندېښنه ده چې د هغه ځائ صورتحال به بېرته د روسيې د وتلو پشان شي كله چې روسيان ووتل او امريكې ??فغ??نس??ان پرېښودلو او لاړه نو هغه وخت په ګډوډې كښې دوه لكه ??فغ??نانو ژوند د لاسه وركړے ؤ او په دې ګډوډې كښې طالبان رامخې ته شوي وو. ځكه دا يو نازك پړاٶ دے او امريكې ته به خپل ځان مجتمع كول وي ځكه چې امريكايان په دې وخت كښې د صدمې په كېفيت كښې دي۔ ده ووئېل د هغوي خيال ؤ چې هلته به جمهوريت وي، قوم به تشكيل شي او مېرمنې به آزادي ترلاسه كړي خو ناڅاپي طالبان بېرته راغلل. دوي په سخت قهر، حېرت او د صدمې په كېفيت كښې دي خو ترڅو چې امريكا مشري په غاړه نه اخلي نو مونږ اندېښنه لرو چې په ??فغ??نس??ان كښې د ګډوډې له امله د دوي نه پس به چې كوم هېواد زيات آغېزمن شي، هغه پاكس??ان دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل زمونږ د ا??نيتي مشرانو امريكائي چارواكو سره خبرې شوي، زمونږ خارجه وزير د ا??ريكې خارجه وزير سره رابطه لري، مونږ دا ټولې خبرې امريكې سره كړي. وزيراعظم ووئيل په سېنېټ كښې مې د هغوي كارووائي اورېدله ، په امريكا كښې د صدمې كېفيت دے، هغوي يقين نه كوي چې په ??فغ??نس??ان كښې څه وشول ځكه چې هغوي ته په واضحه توګه وئيل شوي وو چې په ??فغ??نس??ان كښې جهموريت راوستلے شوے، مېرمنو ته آزادي وركړې شوې، ??فغ??ن يو قوم جوړېږي، خو دوي يقين نه كوي چې طالبان بېرته اقتدار ته راغلي. وزيراعظم ووئيل په ??فغ??ن پوځ ??رب??نه ډالره خرڅ كړے شول خو درې لكه ??فغ??ن پوځ د جګړې نه بغېر وسله وغورځوله، امريكايان په دې نه پوهېږي ځكه چې دوي كله هم د اصل صورتحال څخه نه دي خبر كړے شوي. وزيراعظم عمران خان ووئيلې ده په كال 2008م كښې د ا??ريكې په تهنك ټېنكس ، سېنېټر بائيډن، سېنېټر جان كېري او هېري رېډ د ملاقات په مهال واضحه كړې وه چې د ا??غان مسئلې كوم پوځي حل نشته، هغه وخت دوي د عراق خبرې كولې، ما دوي ته وئيلي وو چې دا به د دې نه لوي دلدل ثابت شي. دوي د ا??غانس??ان د تاريخ نه واقف نه ؤ ، زمونږ سر لښكر جنرل كياني دوه كاله پس هلته لاړو او اولس مشر اوب??ما ته ئې ووئيل چې تاسو به ډېر لوي ګند په ??فغ??نس??ان كښې پرېږدې او مونږ به ورسره مخ شو او تاسو به كوم پوځي حل راونه باسئ. له بده مرغه اولس مشر اوب??ما هغه وخت د جنرالانو په لاسونو كښې ؤ او جنرالانو د تل پشان نور عسكر او وخت غوښتے ؤ او وئيلي ئې وو چې مونږ به جنګ ګټو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل مونږ په ??فغ??نس??ان كښې اقتدار ته د طالبانو د راتللو نه پس د روسيې د وتلو د وخت د كورني جنګ توقع كوله خو مونږ ډېر مطمئن يو ځكه چې اقتدار په امن منتقل شو، دا ټولو لپاره ښه شوه، مونږ دا اندېښنه هم لرله چې د وينې توئېدو تور به هم په مونږ ولګول شي خو درې لكه عسكرو د جګړې نه بغېر وسله وغورځوله ، زمكيز حقيقت دا ؤ چې په كليوالو سيمو كښې د طالبانو تحريك مقبوليت ترلاسه كړو او هم دا وجه ده چې پوځ د جګړې نه بغېر وسله وغورځوله. بله دا چې د اشرف غني حكومت په بشپړه توګه كرپټ ؤ ، وړومبې خبره ده چې هغه ته د ګوډاګي حكومت په توګه وكتلے شول او بله ده چې د يو كرپټ حكومت په توګه به دوي لپاره چا جګړه كوله. وزيراعظم په ??فغ??نس??ان كښې د جامع حكومت په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د طالبانو دريځ دے چې دا يو لنډ مهاله حكومت دے او دوي په دې كښې نور خلق هم شاملول غواړي. په حقيقت كښې په ??فغ??نس??ان كښې د يو ټول شموله حكومت ضرورت دے ځكه چې ??فغ??نس??ان يوه متنوع ټولنه ده، په دې كښې پښتانه 50 فيصده دي، هلته تاجك هم په لويه شمېره موجود دي، ما د تاجكس??ان صدر سره په ګډه ډېرې هڅې وكړې چې دوي راټول شي، بيا هلته ازبك هم دي، ازبكس??ان هڅې كوي چې هغوي هم راټول شي، ګاونډيان په دې كښې دلچسپي لري چې دوي ټول يو ټول شموله حكومت تشكيل كړي كوم چې يو پائيدار حكومت وي. وزيراعظمم ووئيل په كابل كښې مېرمنو لپاره كلتور د كليوالو سيمو په مقابل كښې تل مختلف پاتې شوے، په كليوالو سيمو كښې د مېرمنو ژوند نه دے بدل شوے، هغوي هم هغسې ژوند كوي، دا د هغوي كلتور دے، د دې په بدلولو كښې به شايد وخت ولګي. اصل مسئله د كابل ده، كه تاسو 50 كاله وړاندې كابل ته تللي وې نو كتلې به مو وې چې د كابل كلتور د نورو سيمو نه مختلف ؤ ، طالبانو وئيلي دي چې دوي به مېرمنو ته تعليم وركوي، دوي ته نوكريو ته د تللو اجازه وركوي، د اسلامي كلتور له مخې زما خيال نه دے چې دوي تر دې حده مجور كړل شي، زما په خيال داسې كولو سره به هغوي لپاره كورنۍ ستونزې پېدا شي۔ ده ووئېل هغوي ته دې وخت وركړے شي، هغوي ښه بيانونه وركړي ، مونږ سره كومه بله چاره نشته، كه مونږ په دوي بندېزونه لګوو نو په ??فغ??نس??ان كښې به ډېر لوي انساني بحران پېدا شي، هلته به ګډوډي جوړه شي، ښه به دا وي چې دوي ته ترغيبات وركړل شي چې هغوي څه وائي چې عملي ئې كړي، كه تاسو هغوي مجور كړئ نو چې هغوي څنګه خلق دي، هغوي به مزاحمت وكړي، او دا به د زيان وړ وګرځي. د ټي ټي پي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ټي ټي پي د پاكس??ان د پولې خوا پښتانه دي، طالبان د پښتنو تحريك دے، په ??فغ??نس??ان كښې د 45 نه تر 50 فيصده پښتانه آباد دي، د برتانيې لخوا د جوړ كړې ډيورنډ كرښې ديخوا پاكس??ان كښې دوه چنده پښتانه آباد دي خو چې كومې سيمې ته قبائيل وئيلې شي، د هغې په بله غاړه هم پښتانه قبائيل پراته دي چرته چې كومه حقيقي پوله نه وه، هغوي كله هم د ډېورنډ كرښه نه ده تسليم كړې، هغوي به په آزادې سره تګ راتګ كولو، اوس مونږ په پوله ازغن تار لګولے ، كله چې امريكې په ??فغ??نس??ان بريد وكړو ، هغوي طالبان بهر كړل نو د دې غاړې د پښتنو د ا??غانس??ان پښتنو سره مكمل همدردي شوه، د دې همدردۍ وجه مذهبي نظريات نه بلكې پښتون عصبيت او قوميت ؤ كوم چې ډېر قوي دے. ده ووئېل كله چې مونږ د ا??ريكې اتحاديان شو نو دوي زمونږ مخالف شول، دوي مونږ ته د ا??ريكې ملګري ووئيل او د پاكس??ان په رياست ئې بريدونه وكړل او خپل ځان ته ئې پاكستاني طالبان ووئيل كوم چې زمونږ د اتحادي جوړېدو نه وړاندې دلته نه وو. ده ووئيل يو وخت داسې هم ؤ چې كله كم او زيات پنځوس بېلا بېلو ډلو ځان ته طالبان وئيل او په مونږ ئې بريدونه كول، په پاكس??ان كښې د ترهګرې 16 زره بريدونه شوي او 80 زره پاكستانيانو په دې كښې ژوند وركړے. وزيراعظم ووئيل پښتنو سره د جنګ كوونكو مونږ ملګري نه يو، نو ځكه اوس مونږ دوي سره د خبرو هڅې كوو كومو سره چې صلح كېدے شي. د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كشمير د پاكس??ان او هند ترمېنځه يوه متنازعه سيمه ده، پاكس??ان هغوي ته د ا??حاق نه علاوه هم آپشن وركړے، كه دوي د آزاد هېواد په توګه پاتې كېدل غواړي، نو دوي به دا جمهوري حق ولري. د اسرائيل په اړه وزيراعظم ووئيل د اسرائيل تسليمولو په اړه د مېنځني ختيځ كوم هېواد په مونږ فشار نه دے اچولے، پاكس??ان يو جمهوري هېواد دے، د خپل اولس په اعتماد كښې د اخستو نه بغېر كومه پرېكړه نه شي كولې.