اسلام آباد30ستمبر (اے پي پي)د قام?? اسمبلۍ سپيكر اس?? قيصر وئېلي دي د قبائېلي اولس حقونو او د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم شوو ضلعو مسائلو حل كولو ته پام لرنه كېږي ۔د زيارت په ورځ ده دا خبره د پخوانۍ فاټا مسئلو حل كولو لپاره د قام?? اسمبلۍ ذيلي كمېټۍ غونډه كښې د خاص ګډون په موقع وكړه۔ده ووئيل د پخوانۍ فاټا اولس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي٬د پخوانۍ فاټا اولس مسئلو حل كولو لپاره درې وركنګ ډلې جوړې كړې شوي۔په سياسي لارښودو مشتمله كمېټي به سياسي خلقو سره رابطې كوي۔د ګورننس او فنانس په څ??نګ?? كښې مسائلو حل كولو له دوه ډلې كار ??وي٬حكومت د پخوانۍ فاټا خېبرپښتونخوا كښې د ضم شووسيمو مسئلو حل كولو لپاره اقدامات كوي۔ده ووئيل ټاكلو اس??ازو له به د خپلو خلقو لپاره غږ پورته كول وي۔د پخوانۍ فاټا په چارو په مشاورت غېر معمولي اقدامات ته اړتيا ده او د پخوانۍ فاټا مسئلې په ګډه د ح?? كولو لپاره سياس?? استازو سره مشاورت ضرورې دے۔ ده ووئېل د مسئلو حل كولو لپاره ځائي حكومت د اهميت وړ نظام دے۔د زمكې وېش په اړه ډېرې مسئلې رامخې ته دي۔د قبائېلي ضلعو لپاره ډيجيټل لينډ رېكارډته ضرورت دے۔ده ووئېل د برېښنا په اړه مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كول ضروري دي۔د تعليم او صحت مسئلو ته پام لرنې ته اړتيا ده۔ده ووئيل د پخواني فاټا مسئلو حل كولو لپاره به علماﺀ كرام او د ځوانانو پشمول ټولو سره مشاورت كولې شي۔