اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) حكومت د ك??وندګرو ستونزې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو پرېكړه كړې، په پاكستان سېټيزن پورټل كروندګرو لپاره خاص ګېټېګري الاټ شوې، كروندګر خپلې مسئلې نېغ په نېغه په سېټيزن پورټل درج كولې شي. د زيارت په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخ??ا په دې لړ كښې په ج??ري شويو هداياتو كښې د ك??وندګرو مسئلې حل كولو لپاره صوبائي حكومتونو ته خاص احكامات ج??ري شوي دي. د وزيراعظم عمران خان لخ??ا په ج??ري شويو هداياتو كښې وئيلي شويدي چې سرك??ري افسران دې د ك??وندګرو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي. په دې لړ كښې د وزيراعظم ډېليوري يونټ ټولو صوبائي حكومتونو ته مراسله ج??ري كړې ده. كروندګر به اوس نېغ په نېغه په سېټيزن پورټل خپلې مسئلې درج كړې شي. د وزيراعظم دفتر وئيلي دي چې خپلو مسئلې حل كولو لپاره اوس كروندګرو ته د سرك??ري دفتر د چكر لګولو ضرورت نشته. د وزيراعظم دفتر هدايت كړے چې ټول چيف سېكرتران دې د ك??وندګرو د مسئلو حل په اړه د افسرانو د ك??ركردګۍ رپورټ مرتب كړي. په مراسله كښې په ټولو صوبو كښې كروندګرو لپاره 123 سرك??ري افسرانو ته ذمه وارې ورپغاړه كړې شوې دي. په خېبر پښتونخوا كښې 43 او په پنجاب كښې 57 افسرانو ته ذمه وارې وركړې شوې دي. په بلوچستان كښې 12، په سندھ كښې 4، په وفاق كښې4 ، په آزاد ك??مير كښې 2 او په ګلګت بلتستان كښې يو سرك??ري افسر ته دا ذمه وارې وركړې شوې دي. د وزيراعظم دفتر هدايت كړے چې په ټول هې??اد كښې دې په دې لړ كښې د ك??وندګرو خبرتيا لپاره په ضلعي كچه خاص كمپائن هم وچلولې شي