سرینګر۔27جولائی(اے پی پی) د مقبوضه كشمير سياسي ګوند مسلم لیګ جمو وکشمیر لنډ مهاله چيئرمېن عبدالاحد د آز??د جمو وكشمير په ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف په كاميابۍ وزيراعظم عم??ان خان له مباركي وركړې۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې عبد الاحد سرينګر څخه جاري شوي بيان كښې وئيلي دي عم??ان خان چې كشمير كاز په كوم ډول نړۍ ته وړاندې كړے هم د دغې په نتيجه كښې د آز??د كشمير غېرتمند اولس د تحريك انصاف كانديدان كامياب كړي۔ هغه ووئيل د مقبوضه كشمير اولس هيله ل??ي چې اوس به عم??ان خان لا په زړورتيا سره د كشميري اولس وكيل په توګه ګرده نړۍ په دې قائله كړي چې د كشمير پخوانۍ مسئلې حل كولو نه غېر په سوئيلي آسيا كښې تل پاتې امن او استحكام په ځائې كېدے نه شي۔ هغه هيله څرګنده كړه چې د آز??د كشمير په ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوؤنكي د تحريك انصاف غړي به د حريت خوښي كشميري اولس خوښه ٬ هيلې او قربانۍ رامخې ته كولو كښې كومه بې غوري نه كوي۔