اسلام آباد 09 جولائي (اے پ?? پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګِل وئيلي دي چې د مودي دوستي ??الونكي د كشميريانو مجرمان دي٬ څوك چې الېكشن لپاره كانديدان نه مومي ھغوي د بريا چغې وهي، نن د بريا چغې وهونكي به سبا د ټګۍ ژړا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د مريم صفدر په بيان خپل غبرګون كښې كړې۔ ده ووئيل جعلي مشرې دا ځل هم د دروغو او ټګۍ منتر لوستل پېل كړي٬ ??ان ته د كشمير لور وويونكې دې ووائي چې په كشمير قبضه كوونكي ئې فېملي فرېنډز ولې دي؟ ??ان د كشمير مخلص ښودونكي دې ووائي چې هائي كمېشن ته د هند په اړه د خبرې نه ولې منع كړې شوې؟ د مودي دوستي ??الونكي د كشميريانو مجرم دي۔ ده ووئيل په كشمير كښې عزتونه لوټ كېږي او دوي د ساړو ډ??لۍ اخلي، د ميا د هند نواز بيانيه د کشمير د آزادۍ د هلو ځلو توهين دې، د هند د بيانيې په پاكستان كښې د پرچار كوٶنكو مخونه به تور وي۔ ده ووئيل ستاسو څلورو پخوانو وزيرانو ټكټ پرېښې٬ صدارتي سلاحار او د اسمبلۍ غړي پشمول يو شمېر كسانو پارټي پرېښې، نن د بريا چغې وهونكي به سبا د ټګۍ ژړا كوي