کراچی۔19جون(اے پی پی)صدرمملکت ډاكټر عارف ع??وي معاشرتي پرمختګ لپاره د يوې ادارې په حېث د جوماتونو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي جوماتونه نه يوازې اسلامي رسمونو لپاره وي بلكې دا د معاشرتي خدماتو اولس ته رسولو لپاره تر ټولو غوره ذريعه هم ده۔ ص??ر مملكت د خالي په ورځ ګورنر هاؤس سندھ كښې د دعوت اسلامي پلاوي سره خبرې كولې۔ پلاون د ګرين پاكستان ويژن سره اړوندو خپلو هلو ځلو كښې حكومت څخه د مرستې خواست وكړو۔ ډاكټر عارف ع??وي د پلاوي په غړو زور راوړو چې هغوي دې خپل معاشرتي كار سره سره اولس كښې د رنځونو نه د ځان بچ كولو شعور هم رابېدار كړي۔ پلاوي ډاكټر عارف ع??وي ته ووئيل چې مونږ د تھیلیسیمیار رنځورانو درملنې كولو سره سره د خصوصي وګړو بحالۍ له هم كار كوؤ۔ ص??ر مملكت پلاوي ته مشوره وركړه چې هغوي دې د کامیاب جوان ، اخوت او اسکل ډوېلپمنٹ په ډول حكومتي ګ??مونو نه ګټه پورته كړي دغسې چې دوئي د خېر ښېګړې كارونه كولو كښې لا پوهه ترلاسه كړي او خپله كاركردګي له ښه كړي۔ ص??ر مملکت د دعوت اسلامي د لارې ګرد هېواد كښی د روانو تعليمي معاشرتي او شجركارۍ سره د اړوندو هلو ځلو ستائنه وكړه۔