پېنډۍ 19 مئي (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وز??ر شېخ رشيد احمد وئيلي دي د وز??راعظم د سعودي عرب دوره ډېره کاميابه وه٬ د ر??ژې په 27??ه د الله پاك د در دروازه پرانستې شوې٬ سعودي سره په ماضي كښې داسې اړيكې نه وې٬ د پېنډۍ دوه مېګا پروژې لئي اېكسپرېس وے او ګائني روغتون جوړېدل به د پېنډۍ اولس لپاره يوه ډالۍ ثابت شي٬ د ر??غتون 80 فيصده كار ترسره شوے او يوه برخه به ئې په شپږو مياشتو كښې فعاله شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ق??مي صحت لپاره د وز??راعظم خاص صلاحكار ډاکټر فېصل سلطان سره په پېنډۍ كښې د ګائني (مور او ماشوم) روغتون دورې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔شېخ رشيد احمد ووئيل زه د فېصل سلطان مننه كوم چې ھغه روغتون له په دوېم ځل پخپله راغلو، په روغتون كښې به د كېنسر څانګه هم وي٬ د 16 كالو راهسې چې كوم كار بند ٶ په دوو كالو كښې ئې 80 فيصده كار بشپړ شوے ۔ده ووئېل هڅه كوٶ چې په يو كال كښې دننه روغتون په بشپړه توګه فعاله شي۔ وفاقي وز??ر ووئيل د 400 كټونو دا روغتون به پاكستان كښې وړومبې مارډرن روغتون وي۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د فلسطين خپلو وروڼو سره د يوالي څرګندونې لپاره به د جمعې په ورځ په لال حوېلۍ كښې د كرونا اېس او پيز تر مخه يوه اولسي غونډه كېږي چې دغسې په بې ګناه فلسطينيانو د اسرائيل ظلمونه رامخئ ته كړې شي۔ وفاقي وز??ر ووئيل د وز??راعظم عمران خان د سعودي دوره ډېره ګ??وره وه ۔ ده ووئېل د پي ټي آئي په دور كښې د سعودي حكومت سره د پاكستان اړيكې بام ته رسېدلي۔ د جهانګير ترين پحقله د پوښتنې په ځواب وفاقي وز??ر شېخ رشيد احمد ووئيل د پي ټي آئي غوندې لوي سياسي ګوند لپاره دا لويه مسئله نه ده۔ وفاقي وز??ر دا هيله څرګنده كړه چې جهانګير ترين ګروپ به په راتلونكي بجټ كښې د حكومت په حق كښې ووټ وركوي۔ په دې موقع د وز??راعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان هم وېنا وكړه۔