اسلام آباد 01 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د مز??ورانو او خواري كښو د احترام او د دوي د بنيادي حقونو د تحفظ په اړه د خپل عزم څرګندونه ك??ې او وئيلي ئې دي د مز??ورانو تحريك د هر ډول امتيازات او د حقونو څخه د سرغړونو په ضد هڅو لپاره د لارې مشال دے، حكومت د مز??وانو خېبر ښېګړې او تحفظ لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي، مز??ور او آجر د پېداوار په عمل كښې شراكت دار دي او د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د دوي مرسته ضروري ده. د مز??ورانو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې صدر ووئيل مونږ مز??ورانو او خواري كښو ته سلام كوو. د خلقو په ژوند كښې بهتري او د پاكستان پائيدار پرمختګ لپاره د دوي خدمات د ستائنې وړ دي. ده ووئيل مونږ نن د خپل د هغې عزم پخلے كوو چې د خواري كښو احترام او د دوي د بنيادي حقونو تحفظ لپاره هلو ځلو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو هڅې به روانې ساتلې شي. ووئيل د مز??ورانو هڅې د معاشرتي ناانصافې، چائلډ لېبر، جبري مشقت، رنګ، نسل، مذهب يا په صنفي بنياد د فرق او د هر ډول سرغړونو په ضد د لارې مشال جوړې شوي. ده ووئيل د لېبر قوانين د تشكيل نه ډېر وړاندې اسلام د مز??ورانو د حقونو او وقار حرمت ياد كړے. زمونږ د نبي حضرت محمد ﴿ص﴾ په ژوند كښې د مز??ورانو د وقار او د حقونو د احترام ګڼ شمېر مثالونه موجود دي. ځكه مونږ ګڼو چې مز??ور او آجر د پېداوار په عمل كښۍ شراكت دار دي او د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د مز??ور او آجر مرسته ضروري ده. صدر ووئيل حكومت د مز??ورانو د ستونزو څخه ښه خبر دے، حكومت د كووډ-19 له امله په پېدا شوي صورتحال كښې د مز??ورانو خېر ښېګړې او تحفظ لپاره بشپړه هڅې كوي. ده ووئيل د كورونا وائرس وبا خواري كښه او مز??وره طبقه ډېره ځپل?? ده. په داسې حال كښې حكومت د احساس پروګرام له مخې د مز??ور طبقې مرسته ك??ې. صدر ووئيل هغه په دې موقع د هېواد مز??ور او آجر طبقې ته وائي چې د پاكستان د مرستې او پرمختګ علامت جوړېدو له خپل كردار ترسره ك??ې. ده ووئيل د دې ورځې په مناسبت مونږ په ټولنه ك??ې د مساوات، سماجي او معاشي انصاف ودې او د چائلډ لېبر، د ماشومانو مشقت او د هر ډول فرق خاتمې لپاره په ګډه د كار كولو لوظ كوو. صدر ووئيل هغه د ټول هېواد د خواري كښو ښه سباٶڼ او خوشحالې لپاره دعا كوي.