اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز سركاري ملازمانو ته د خرڅونو كمولو په حقله ځان ته د منسوب بيان ترديد كولو سره وئ??لي دي داسې كومه خبره ما نه ده كړې ۔ د سركاري ملازمانو د جائزو غوښتنو اورېدو او په دې پېشرفت كولو له چمتو يؤ۔ وفاقی وزیر خپل ټويټ كښې تېره ورځ د اطلاعات وزارت ته د راتللو په موقع مظاهرچيانو سره د خبرو فوټېج هم شيئر كړو په كوم كښې چې په ښكاره توګه ليدلي شي چې سېنېټر شبلي فراز د ګادي نه راكوز شو او ډېر په صبر او زغم سره ئې د مظاهرچيانو خبر?? واورېدله او د هغې په ځواب كښې ئې ووئيل وزيراعظم عمران خان هره ورځ د ګرانۍ كمولو خبره كوي او د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو بريفنګ كښې ئې هم وئ??لي وو چې د وفاقي ملازمانو مسائل حل كولو له به ټولې ممكنه هڅې كولې ش??۔ وزیراعظم عمران خان په خپله كفايت شعارۍ پېل كولو سره د وزيراعظم آفس او وزيراعظم هاؤس خرڅونه كم كړي ولې د سركاري ملازمانو ستونزې لرې كول او د هغوي مسئلې حل كولو زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ وفاقي وزير ووئيل د افسوس خبره دا ده چې ما ته هغه خبره منسوب كولې ش?? كومه چې ما نه ده كړې۔ د دې مقصد غلط فهمۍ راپېدا كول او سياسي ګتې ترلاسه كول دي۔ هغه هيله ولرله چې ميډيا به په دې معامله خپلې ذم?? وارۍ ترسره كړي