اسلام آباد 06 فروري (اے پي ??ي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د كال 2019م د اګست د پنځمې نېټې نه پس د جمو كشمير پھ مسئله د او آئي رابطه ډلې درې غونډې كړی دي٬ د او آئي سي لخوا هند ته متحد سياسي پیغام وركول ډېر ضرورې دي۔د خالي په ورځ په ن??وي??رك كښې به جمو كشمير د او آئي سي رابطه ډلې د سفيرانو غونډې ته د وېډيو لنك د لارې پھ خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل چې د رابطه ډلې د ن??وي??رك څانګه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو پشمول په نورو ف??رم??نو په ډاګه كولو لپاره ځانګړی كردار ترسره كوي۔زه د جمو كشمير مظلوم اولس سره پھ يو والي كښې د اسلامي امت شريك مؤثر آواز تشكيل كولو كښې د وروڼو هېوادونو آذربائيجان٬نائيجر٬سعودي او تركيې ته پېرزوينې وړاندې كوم۔ده ووئيل په نيامې كښې د خارجه وزيرانو په كونسل كښې د او آئي سي لخوا كشميريانو لپاره د كوټلي دريځ ډېر ښه اثر شوې۔ده ووئيل چې د او آئي سي لخوا هند ته د متحد سياسي پیغام وركولو ضرورت دې۔مونږ ته به پوره قوت سره د هند څخه غوښتنه كول وي چې غېر قانوني اقدامات بېرته واخلي٬د بشري حقونو څخه سرغړونې بند كړي او د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له ??خې حل كړې شي