اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) صدر ډاکټرعارف علوي سره په پاكستان كښې د سوئيلي كوريا موده ترسره كونكي سفير كواك سانګ كيو د زيارت په و??ځ د مخه ښې ملاقات كړے ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې صدر ووئيل پاكستان سوئيلي كوريا سره خپلو اړيكو ته ??اص اهميت وركوي او په مشتركه مفادات كښې په ټولو څانګو كښې مرسته زياتول غواري۔ صدر ډاکټر عارف علوي د سوئيلي كوريا لخوا د توان او انفراسټرکچر منصوبو لپاره د اقتصادي مرستې په پرمختيائي فنډ كښې د اضافې ستائنه وكړه۔ ده موده ترسره كوٶنكي سفير ته پاکستان كښې د خپلې سفارتي مودې په كا??يابۍ سره په ترسره كولو مباركي وركړه او د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو كښې ئې د سفير د كردار ستائنه وكړه۔