ملتان۔18اکتوبر(اے پی پی) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې بلاول بھټو د خپلو بيان??نو د لارې د هندي د بيانيې حصه دار جوړېږي۔ دې بايد داسې ونكړي۔ بلاول دې كشيميريان نه مايوسه كوي او د هغوي تحريك ته دے زيان نه رسوي۔ پاكستان كشميري اولس سره ولاړ دے۔ مونږ په يو كال كښې درې وارې سلامتي كونسل كښې د كشمير مسئله پورته كړه كومه چې پخوا ډېر شاته تلې وه۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په و??ځ ملتان كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ خارجه و??ير ووئيل بلاول بھټو د ګوجرانوالې جلسه كښې د كشمير ذكر كولو سره و??يلي وو چې پاكستان په كشمير چپ پاتے شوے۔ هغه ووئيل بلاول چې د كوم آرټيكل 370 خبره كوي هغه زمونږ په نزد هېڅ وقعت نه لري۔ ولې هند چې كله د كشمير د حېثيت بدلولو هڅه وكړه نو وزيراعظم عمران خان په نيويارك كښې او ما په جنېوا كښې دا مسئله پورته كړه۔ خارجه و??ير ووئيل اپوزيشن په مونږ د لګولو تور??نو نه ښه خبر دے چې هغه هېڅ حېثيت نه لري۔ او هغوي چې د كومو ستونزو خبره كوي هغه دې دوه كاله كښې نه دي رامخې ته شوې بلكې د هغې ذمه و??ري د دوئي په حكومت??نو راځي۔ خارجه و??ير ووئيل اولس دې دواړو ګوند??نو ته موقعه و????ړې ولې دوئي اولس مايوسه ??ړې دې۔ اپوزيشن ته دا هم معلومه ده چې پي ډي اېم اے يو منتشر اتحاد دے۔ يو وقتي اتحاد دے۔ يو غېر فطري اتحاد دے۔ نه ئې بېرغ يو دے ٬ نه لارښود او نه نظريه۔ دا د بېلو خيال??نو لرونكي خلك دي كوم چې ويرې اخستلو سره يو ځائې شوي دي۔ د دوئي په ضد د كرپشن مقدمې دي كومې چې منطقي انجام ته رسېدونكي دي۔ دا عمران خان جوړې ??ړې نه دي بلكې دوئي د يو بل په ضد جوړې ??ړې دي۔ دوئي ته خپل سباؤن تياره ښكاري۔ خارجه و??ير ووئيل دا پخواني لوبغاړي عمران خان د خپلې خوارۍ د لارې كلين بولډ ??ړې دي۔ كوم چې ئې كلين بولډ كړي دي هغوي د ګوجرانوالې په سټېج موجود وو۔ خارجه و??ير ووئيل بلاول بھټو نه بايد دا پوښتنه و??ړې شي چې ستا ګوند دولس كل??نو نه سندھ كښې حكومت كوي۔ پخوا دې ګوند د ذوالفقار علي بھټو او بې نظير بھټو په نامه څو وارې ووټ اخستے دے دوئي نور څو ځله اولس بې وقوفه جوړوي۔ خلك اوس شعور لري هغوي خپله پرېكړه پخپله كوي۔ هغه ووئيل كوم وخت چې نواز شريف تقرير كولو نو د نو?? ليګ كارمندانو لاسونه پړقول ولې د پيپلز ګود كارمندان چپ وو۔ د بلاول د تقرير په مهال د نو?? ليګ كارمندان سټېډيم نه ر??ان شول او كله چې د فضل الرحمن خطاب وو نو سټېډيم خالي وو۔ مونږ دې خلكو ته بشپړه آزادي ور??ړې وه۔ هغه ووئيل چې اپوزيشن د نظام په ضد سازش كوي۔ كه يو ټاكلے حكومت په دې طريقه رخصت كړے شو او دا رواج جوړ شو نو دا نظام به څنګه مخ په وړاندے ځي۔ سياسي استحكام به څنګه پېدا كېږي۔ يو حكومت كه رخصت كړے شي نو د بل په ضد به سازش پېل شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن د معيشت په ضد سازش كوي ۔ د معيشت بحالۍ په لاره كښې ركاوټونه پېدا كولې شي۔ هغه ووئيل زه باور لرم چې سوداګره و??ورولي به د دې سازش برخه جوړه نه شي۔