اسلام آباد۔13اکتوبر (اے پی پی) د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قرېشي په نړیواله ټولنه غږ کړے چې د هندي ظلمونو څخه د مظلومو کشمیریانو خلاصولو او د کشمیر مسئلې تلپاتې حل لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ پاكستان كښې د برطانې?? هاي كمشنر ډاكټر كرسچين ټرنر سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې پ?? دوه اړخيزه اړيكو او د كورونا وائرس وبا په شمول د شريكې خوښې په چارو هم خبرې وشوې۔ د بهرنیو چارو وزیر ووئیل پاکستان او انګلستان پخوانۍ او ژورې دوه اړخ??زې اړیکې لري. برطانيه د پاكستان مهم تجارتي شراكت دار دے او مونږ د دې شراكت دارۍ لا ودې ته سترګې په لار يؤ۔ د برطانې?? هائي كمشنر ووئيل پاكستان چې په كومه ستراتيژۍ د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي كښې كاميابي ترلاسه كړې د ستائنې وړ ده۔ د بهرنيو چارو وفاقي وزير جمو وكشمير كښې د بشري حقونو په ضد د روانو خلاف ورزيو ذكر كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه د هندي ظلمونو څخه د مظلومو کشمیریانو خلاصولو او د کشمیر د مسئلې د تلپاتې حل لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د برتانیې هائي كمشنر په افغانستان کښې امن لپاره د پاکستان د هڅ?? ستاینه وکړه۔ ملاقات كښې ماحولياتي بدلون ٬ زده كړو او د سېلګرۍ په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده هم خبرې وشوې?? د برطانې?? هائي كمشنر كرسچين ټرنر د پاكستان د سېلګرۍ ځايونو ستائلو سره شمالي سیمو ته د خپل وروستي سفر په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل.