اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي په تېر وخت كښې د برېښنا ګرانو شوو لوظ نامو بوج سره عام وګړې او صنعتي څانګه ځپلې شوې او ??رځينده قرض زيات شوے٬د سبسډي نظام سپيځلے او مستحقينو ته ورسولو ته دې خاص پام لرنه وكړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د توان په څانګه كښې روانو اصلاحاتو كښې د پېشرفت په حقله د جاج اخستو غونډې ته په و??نا كښې وكړه۔وفاقي وزيرانو اسد عمر٬عمر ايوب٬ميا محمد سومرو٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبداالحفيظ شېخ٬خاص مرستيالو شهزاد قاسم٬نديم بابر او ??اكټر ثانيه نشتر او نور افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د توان په څانګه كښې د روانو اصلاحاتو عمل مخ په وړاندې بوتللو او په دې لړ كښې د بېلو اهدافو سركولو لپاره د ټاكلي وخت په حقله وزيراعظم ته بشپړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم غونډې ته په خپل خطاب كښې ووئي?? د ??وان څانګه د لويې بحران سره مخ ده۔ده ووئي?? د ??رېښنا ګرانو ګرانو لوظ نامو پيټې نه يوازې عام وګړي بلكې صنعتي څانګه هم ځپلې او د ارزانې برېښنا وركولو په هڅه كښې د ګرديشي قرضونو غر اودرولے شوے۔د كومې ټول فشار چې به دولتي خزانه راغلے ۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د سبسډي نظام منصفانه٬سپيځلے او مستحقيقنو ته رسولو لپاره د غوره تګلارې رامخې ته كولو ته خاص پام لرنه وكړئ۔وزيراعظم دا هم ووئي?? د ??رېښنا په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه د برېښنا پیداواري ضروريات او د كال پھ مختلفو مياشتو كښې د استعمال د كمي زياتي شرح د پیداواري لګښت او د نرخونو په وجه په نورو څانګو د هغې اثراتو پشمو?? د ??ېلو برخو تر نظره ساتلو سره تګلارې وټاكئ چې د??سې نه يوازې د?? څانګه د بحران نه ويستلې شي بلكې د??سې طريقه كار اختيار كړے شي چې ډ تولو څانګو د توان ضروريات په غوره ډول ترسره شي