پېښور ۔ 28 ستمبر (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي چې یو وخت و چې د دولت مشرانو به د لندن په ځائې پاكستان كښې درملنې كولې۔ د 70 لسيزې او نېشنلائزېشن نه وروستو د تعليم او رو??تيائي ادارو كېفيت ټيټېډل پېل كړل۔ حکومت به د وړتیا نظام نافذ كړي۔ مالدار او غريب سره باید مساوي چلند وشي، لېډي ریډینګ رو??تون به ماډل جوړولے شي، د اېم ټي آئي نظام مقصد د كار كوؤنكو ډاډګيرنه كول او كار نه كوؤنكي پرېښودل دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ لېډی ریډنګ رو??تون كښې د سرجیکل او الائیډ سروسز بلاک پرانستې په موقعه ډاكټرانو او طبي عملې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل چين د مېرټ په بنياد ټوله نړۍ وروستو پریښودلې ده۔ دغلته د مېرټ نظام دے او د پروفېشنلزم څرګندونه كوؤنكو ته ترقي وركولې شي۔ دلته نظام د سينئر او جونيئر دے او ټولو ته يو شان تنخا وركولې شي۔ ده ووئيل يو وخت د پاكستان ډ??رۍ ګرده نړۍ كښې پېژندلې شوې او زمونږ د ډاكټرانو عزت وو۔ ولې اوس د ډګرو معيار هغسې نه دے پاتے شوے۔ ده ووئيل رو??تونونو كښې اصلاحاتو له د اېم ټي آئي نظام معارفي كولو مقصد د كار كوؤنكو ډاډګيرنه كول دي۔ كومه ټولنه كښې چې مېرټ نه وي او ظلم او ناانصافي وي هغه پرمختګ كولے نه شي۔ ده وئيل شوكت خانم رو??تون يو ځانګړے مثال دے۔ هر كال د 12، 13 اربه خسارې رو??تون كاميابۍ س??ه چلېدل يوه معجزه ده۔ دا ځكه ممكن شوې چې كله نيت صحيح وي نو د لوئے څښتن مرسته بنده سره شامل وي?? وزیر اعظم هدايت وكړو چې لېډي ريډنګ رو??تون دې د صوبې باقي رو??تونونو لپاره يو ماډل جوړ كړے شي۔ دا يو غوره رو??تون دے۔ په مستقل بنيادونو به ددې د صفائۍ خيال ساتل وي?? ده ووئيل د صحت كارډ جاري كېدو نه وروستو به د پرائيوېټ او سركاري رو??تونونو ترمينځه مقابله وي ولې چې رنځور هغه ځائې ته ځي چرته چې غوره درملنې وكړي۔ ولې چې بې وزلو لپاره سركاري رو??تون ته د تلو نه غېر بله لاره نه وه۔ ولې د صحت كارډ جاري كېدو نه وروسته هغه د كوم پرائيوېټ رو??تون نه خپلې درملنې كولې شي۔ ده وئيل د رو??تون معيار په ليدلو ماته خوشحالي شوې ده۔ ده هدايت وكړو چې ددې په ځائې ساتلو له دې ټول ممكنه ګامونه پورته كړې شي