اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د جمعې په ماښام د بين الپارلماني يونين مشرې ګېبريلا كيويس بېرن مېلمستيا وكړه. د سېنېټ سېكرټرېټ لخو جاري شوي بيان له ??خې د سېنېټ چيئرمېن د مېلمستيا په دستوره كښې ګډون كوونكو ته وېنا وكړه. په دستوره كښې په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر ډاكټر شهزاد وسيم، په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق، وفاقي وزيرانو، د مملكت وزيران??، سېنېټران??، سفيرانو او نورو چارواكو هم ګ??ون وكړو. په دې موقع په خپله وېنا كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې پاكست??ن د آئي پي يو پشمول ټول بين الپارلماني فورمونه مهم ګ??ي. ده ووئيل چې بين الپارلماني فورمونه امن، همغږۍ او پرمختګ لپاره مهم حيثيت لري، پاكستان به آئي پي يو سره شريك مقاصد ترلاسه كولو لپاره موثر كردار ترسره كوي، د آئي پي يو د مشرې لخوا د پاكست??ن دوره به ګڼ اړخيزه او دوه اړخيزه مرستې لپاره ډېره مهمه ثابته شي.