اسلام آباد ۔ 27 اګست (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرستر فروغ نسيم وئيلي دي اېنټي مني ??انډرنګ قانون سازي د اېف اے ټ?? اېف ضرورت دے۔ په يوه مركه كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل د فنانشل اېكشن ټاسك فورس وضعه كړې شوي معيار سره سمېدو له اېنټي مني ??انډرنګ قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير زي??ته كړه چې دا وړاندېز سم نه دے چې د مني ??انډرنګ معاملاتو كښې د وارنټ نه غېر ګرفتارۍ د اېف اے ټ?? اېف ضرورت نه دے۔ د ضابطه فوجداری تګلارې (سی آر پی سی) له مخې يو شمېر جرمونه داسې دي كومو كښې چې د وارنټ نه غېر ګرفتاري كېدې شي۔ او د وارنټ نه غېر ګرفتاري د قانون خلاف ورزي نه وي۔ ده ووئيل اېف اے ټ?? اېف سره د اړوند دوه بلونو د پارلېمنټ ش??يكې غونډې ته د وړاندې كولو امكان دے۔ ډاكټر فروغ نسيم ووئيل ما په ايوان كښې په ښكاره توګه ددې سپيناوې كړې دې چې نېب د اے اېم اېل اے له مخې يوه تفتيشي ايجنسي پاتې شوې ده كومه چې 2010 كښې نافذ كړې شوې وه او موجوده حكومت دې سره هېڅ كار نه لرلو۔ ده زي??ته كړه چې نېب قانونونو كښې د بدلون دروازې پرانستې دي ولې ددې خبرې بايد خيال وساتلې شي چې د احستاب عمل و نه ځپلې شي