اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د محرم الحرام مياشت مونږ ته زمونږ د مشرانو د اړخه د اسلام په خاطر د وركړو قربانیو یادګېرنه كوي، محرم الحرام مونږ ته د خپلو اسلافو قربانیو ، صبر او برداشت، استقامت او همت، حق ګوئی او اعلیٰ انسانی اقدارو بقا لپاره د هر قوت په وړاندې د اودريدلو ابدی پیغام راكوي۔ ایوان صدر میډیا ونګ لخوا جاري بیان له مخې د محرم الحرام په اړه خپل پیغام كښې صدر ووئيل اسلامی کیلنډر كال 1442ھ پيل شوے۔ په دې موقع زه پاکستانی قام ا?? مسلمانانو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوم او د لوي څښتن څخه دعا کوم چې دا هجری كال مونږ ټولو لپاره د رحمت او بركت سبب وګرځي، آمین ۔ ده ووئيل محرم الحرام د اسلامی كال وړومبنۍ مياشت ده او د دې شميره په هغه څلورو مقدسو مياشتو كښې كيږي د كومو ذکر چې اسلامی تع??یم??ت كښې د عزت او عظمت لرونكو مياشتو په توګه شوے۔ د محرم الحرام مياشت مونږ ته د خپلو مشرانو د اړخه د اسلام په خاطر د وركړو قربانیو یادګېرنه كوي۔ محرم الحرام مونږ ته د خپلو اسلافو قربانیو ، صبر او برداشت، استقامت او همت، حق ګوئی او اعلیٰ انسانی اقدارو بقا لپاره د هر قوت په وړاندې د اودريدلو ابدی پیغام راكوي۔ ده ووئيل په دې مهمه موقع ټول پاکستاني قام ته خواست كوم چې مجالس او د جلوسونو په مهال د کورونا وائرس مخنيوي لپاره د عل??اﺀ کرامو په مشاورت په جاري اېس او پیز عملدرآمد باوري كړي او احتیاطی تدابیر سختۍ سره عملي كړي۔ ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې راتلونكې هجری كال زمونږ لپاره د کرونا وائرس پشمول د هر ډول آفاتو او مصائب څخه پاك وګرځوي، آمین