اسلام آباد 27 جولائي (اے ??ي پي) په سېنېټ كښې د بېلا بېلو سي??سي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو وئيلي دي د ا??غانستان د ا??سني صورتحال په تناظر كښې د پاكستان اوسنۍ افغان پاليسي كاميابه شوې، بايد مونږ افغانستان سره ښې اړيكې ولرو، افغانستان له به خپلې ستونزې په خپله لرې كول وي، پ??كستان ئې يوازې مرسته كولې شي. د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې په پاكستان او منطقه د آغېز په اړه په افغانستان كښې د ا??ريكې او طالبانو د سولې په لوظنامه په تحريك بحث پېل كولو سره سېنېټر مشتاق احمد ووئيل د ا??غان ډلو ذمه واري ده چې هغه د ا??غانانو ترمېنځه مذاكرات كامياب كړي، پ??كستان ته په اوسني صورتحال كښې د بېدار اوسېدو ضرورت دے. ده ووئيل په افغانستان د ا??ن سره به پاكستان كښې امن راشي. سېنېټر مشاهد حسېن سي?? ووئيل د ا??غانستان اوسنې صورتحال په نظر كښې ساتلو سره د پاكستان اوسنې افغان پاليسي كاميابه شوې. بايد مونږ افغانستان سره ښې اړيكې جوړې كړو چې دغسې نه زمونږ خاوره د دوي په ضد وكارولې شي او نه د هغوي خاوره زمونږ په ضد وكارولې شي. سېنېټر لېفټېننټ جنرل ﴿ر﴾ عبدالقيوم ووئيل بايد د ا??غانستان په معاملو مونږ د خپلې ګټی تحفظ وكړو. افغانستان له به خپلې ستونزې په خپله حل كول وي، پ??كستان يوازې مرسته كولې شي. سېنېټر سراج الحق ووئيل د ا??غانستان نه د ا??ريكې وتلو نه پس د صورتحال تر مخه بايد حكمت عملي وضعه كړې شي. د پاكستان لور ډاكټر عافيه وطن ته راوستلو لپاره بايد ا??دامات وكړے شي. سېنېټر مشاهد ا??له خان ووئيل هند په پاكستان كښې په ترهګرې كښې ككړ دے