اسلام آباد 03 جولائی (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي هند د خپلو جارحانه عزائمو پیروی کولو سره د سيمې امن ته زيان رسول غواړي، پاکستان او چین خپلو كښې دوه اړخيزه مثالي اړيكې لري، بی آر آئی او سی پیك منصوبو بشپړيدو سره به رابطو ته وده ترلاسه شي او د اقتصادی پرمختګ نوې امکانات به روښانه شي۔د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير د جمعې په ورځ د چين خپل همڅنګ وانګ ژی سره تيلفوني تماس نيولے ؤ۔ دواړه لارښود په نړيوال فورمز د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په بابله يو ډول مقاصد ترلاسه كولو له شريكې مر??تې زياتولو ته سلا شوي۔ د وياندې له مخې دواړه خارجه وزيرانو په نړيوالو چارو د خيالاتو څركندونه ??ړې ۔ شاہ محمود قریشی وئيلي دي پاکستان او چین خپلو كښې مثالي اړيكې لري او پاکستان د چین ون چائینه ??الیسۍ او هانګ كانګ ، تبت، تائیوان او شنکیانګ په اړه د چین د موقف بشپړ ملاتړ كوي۔ خارجه وزير د چین خپل همڅنګ د هند د اړخه مقبوضه جمو او کشمیر كښې د روانو بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزو څخه خبرولو كښې ووئيل هند د خپلو جارحانه عزائمو پیروی کولو سره د ټولې سيمې امن ته زيان رسول غواړي۔ هند د ملګرو ملتونو او نړيوال قوانین خلاف ورزی کولو سره ډومیسائل قوانین كښې د بدلون د لارې مقبوضه کشمیر كښې آبادیاتی تناسب بدلول غواړي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل هند د خپلو كورنيو ناکامیو څخه پام ګرځولو لپاره په لائن آف ک??ټرول پرله پسې خلاف ورزی کولو سره بې ګناه وګړي په نښه كوي۔ هند د نړيوال قوانین څخه انحراف ک??لو سره سيمه ايزې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كولو په ځائې د جبر او استبداد لاره خپله كړې ۔ ده ووئيل د هند د اړخه د 5 اګس?? يو اخړيزه ګام، د هندو هندتوا سوچ عکاسی کوي۔ دغسې د چین خارجه وزير سيمه كښې امن لپاره د پاکستان هڅې ستائلې دي ۔ دواړو خارجه وزيرانو افغانستان كښې امن لپاره شريكو هڅو روانو ساتلو سره د پاك چين ٬ افغانستان درې اړخيزه خارجه وزيرانو زر تر زره د خبرو اترو كولو په حاجت زور راوړے۔ شاہ محمود قریشی ووئيل بی آر آئی او پاك چین اقتصادی راهدارۍ منصوبو بشپړولو سره به رابطو ته وده ترلاسه شي او د اقتصادی پرمختګ نوې امکانات به راپيدا شي۔