اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په موجودګۍ كښې د پاكستان او د درې, نړيوالو مالياتي ادارو ترمېنځه د 1500 مل??ون?? ډالرو مالياتي لوظنامې لاسليك شوې ده . دا لوظنامې ورلډ بېنك، اې??ين ډوېلپمنټ بېنك او اې??ئين انفراسټركچر ډويلپمنټ بېنك سره شوي. د اې??ين ډوېلپمنټ بېنك به د كووېډ 19 اېكټو رسپانس اېنډ اېكسپينډېچر سپورټ پروګرام لپاره د 500 مل??ون?? ډالرو مالي مرسته كوي. د دې مقصد د پاكستان حكومت سره د روغتيا نظام قوي كولو او د كورونا وبا د سماجي او معاشي اثراتو كمي لپاره په هڅو كښې مرسته كول دي. دغسې اې??ئين انفراسټركچر ډويلپمنټ بېنك به هم د كووېډ 19 اېكټو رسپانس اېنډ اېكسپينډېچر سپورټ پروګرام لپاره د 500 مل??ون?? ډالرو مالي مرسته كوي. د دې مقصد د كورونا وبا په آغېز قابو موندلو لپاره د حكومت په هڅو كښې مرسته كول دي. د دې نه علاوه د انساني وسيلو پرمختګ لپاره د ضروري روغتيا او تعليم نظام قوي كولو ، په معاشي ??ېداوار كښې د مېرمنو د كردار ډاډګېرنې او د سماجي تحفظ د پروژو بهترې لپاره سيكورنګ هيومن انويسټمنټس ټو فاسټر ټرانسفارمېشن ﴿شف﴾ لپاره د 500 مل??ون?? ډالرو لوظنامه هم لاسليك شوې ده . د پاكستاني حكومت لخوا د اقتصادي چارو سېكرټري نور احمد ، د نړيوال بېنك كنټري ډائرېكټر پچهاموتو اېلانګوان او د اې??ين پرمختيائي بېنك لخوا كنټري ډائرېكټر مس شياٶ هونګ لوظنامې لاسليك كړې. دا روپۍ به په راتلونكو څو ورځو كښې پاكستان ته وركړے شي