اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د اطلا??ات?? او خپر??نو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز وئيلي دي چې د خواجه آصف وينا د كرونا وائرس وبا له امله په منطقه او نړيواله كچه د رامخې ته شويو حالاتو نه په بشپړه توګه د لاعلمۍ څرګندونه ده، د ھغه ??يان د تضاداتو مجموعه او د حقائقو مسخ كولو هڅه ده، مخالفه ډله دې د سيا??ت كولو لپاره د اولس ژوند سره لوبې نه كوي،سياسي شعب??ہ باز د پارلمان فورم استعمالولو سره اولس بې لارې كولې نه شي، د ماضي حكومت??نو د خوږ هېواد ادارې تباه كولو سره بې لارې كړې دي۔ د زيارت په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان د هېواد سمت سمولو سره د خوشحالۍ او پرمختګ په لاره اچولې دې، د پاکستان اولس باشعور دي٬ د ملکي مفادو په ځائ خپلو ذاتي مفاداتو ته ترجيج وركوٶنكي اولس نور بې وقوف نه شي جوړولې، د ماضي حكومت??نو ذاتي مفاداتو او ګټو لپاره ادارې شلې (مفلوج) كړې دي،د خپل منشور له مخې مونږ په ادارو كښې اصلاحات كولو سره سروس ډليوري ښه كوٶ،د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ټولو چېلنج??نو په ښه ډول مخنيوي كوٶ۔ ده ووئيل مخالفه ډله د مثبت تجويز??نو په ځائ سيا??ت كوي، وزيراعظم عمران خان قام د كرونا وائرس وباء څخه د محفوظ ساتلو او د لوږې نه بچ كولو لپاره اقدامات كوي