اسلام آباد 23 اپریل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت راروان مالي كال بجټ كښې د سرکاري څانګې پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی)ترمخه د وزارت 8 نوو پرمختيائي سکیمونو لپ??ره د 1.046 اربه روپو بيلولو تجویز وركړے، تجویز کړې شوو 8 نوو پرمختيائي منصوبو كښې د قامی خبر رسنې ادارې اے پی پی د نیوز آپریشنز تشک??ل نو لپ??ره د 746.9 ملیونه روپو منصوبه هم شامله ده۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی سیکرټرې اکبرحسین درانی په مشرۍ كښې غونډه كښې نوو ترجیحی منصوبو له حتمی شکل وركړے شوے۔ د وزارت د اړخه تجویز کړو 8 نوو پرمختيائي منصوبو كښې د قامی خبررسنې ادارې اے پی پی نیوز آپریشنز تشک??ل نو منصوبه هم شامله ده په كومه به چ?? 746.9 ملیونه روپۍ لګښت راځي، د دې منصوبې ترمخه به اسلام آباد، لاهور، کراچۍ ، کوئټه ، پيښور او د نورو ښارونو په اسټېشنز بجدید ترین آلات او ټیکنالوجی لګولې شي، د منصوبې ترمخه به د ا?? پی پی د خبرونو خذماتو پشمول د آئی پی ټی وی، سوشل میډیا، ویب او ویډیو سروسز اپ ګریډ کولو لپ??ره به جدیدترین ټیکنالوجی وركولې شي۔ د اطلاعات وزارت 20 براډکاسټنګ هاوسز كښې د 45 سټوډیوز د اپ ګریډ کولو تجویز له هم حتمی شکل وركړے شوے ، په دې منصوبه به دوو كلونو كښې 254.945 ملیونه روپۍ لګښت راځي، په وړومبي كال ??ښې دې منصوبې لپ??ره د 100 ملیونه روپو خواست شوے ۔په غونډه كښې اسلام آباد سیکټرایچ نائن كښې د ا?? پی پی په پلاټ آفس بلډنګ جوړولو له د فیزایبلټی سټډی لپ??ره د 15 ملیونه روپو بيلولو تجویز له هم حتمی شکل وركړے شوے۔دغسې د پاکستان انفارمیش سینټرز فیزون جوړولو تجویز هم شامل دے په كوم به چ?? 69.352 ميليونه روپۍ لګښت راځي، منصوبه به په يو كال ??ښې بشپړولې شي، د انفارمیشن مرکزونو جوړولو سره به لري پرتو سيمو كښې الیکټرانك، پرنټ او ډیجیټل میډیا سره تعلق لرونكې خبريالان قامي پرمختګ كښې شاملولو سره حکومتی اقدامات اولس ته رسولې شي۔ د اطلاعات وزارت راروان مالي كال ??رمختيائي پروګرام كښې پاك چائنا فرینډشپ سینټر كښې د مجوزہ پاکستان میډیا يونېورسټي فیزایبلټی سټډی لپ??ره 17 ملیونه روپۍ د بيلولو سفارش کړے ۔ د اطلاعات وزارت او د ذیلی او ماتحت ادارو لپ??ره آفس اکاموډیشن لپ??ره د ګڼ منزله ودانۍ فیزایبلټی سټډی لپ??ره 20 ملیونه روپۍ د بيلولو هم سفارش كړے ۔د اطلاعات او خپرونو وزارت کراچۍ كښې انفارمیشن سینټر جوړولو په لړ كښې فیزایبلټی سټډی لپ??ره 15 ملیونه روپو او وزارت كښې آټومیټډانفارمیشن رپورټنګ نظام لپ??ره 23.192 ملیونه روپۍ د بيلولو تجویز هم وركړې شوې