اسلام آباد ۔ 21 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان (نن) د جمعې په ورځ د ليه دورې په مهال د ”احساس اثاثو وركولو پروګرام” پېل كوي ?? د ??زیراعظم میډیا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم به مظفر ګړھ كښې د مظفرګړھ – ډیرہ غازی خان دوه اړخيزه سړك پرانسته او د رجب طيب اردګان روغتون ټرسټ دوره كوي۔ په اثاثو منتقلۍ پروګرام كښې د بې وزلۍ كرښې څخه لاندې ژوند كوؤنكو ته كوچنۍ اثاثې وركول شامل د?? دغسې چې هغوي د روزګار د لارې بې وزلۍ څخه بهر شي۔ اثاثو كښې څاروي (چېلۍ ٬ غواګانې ٬ مېخې او چرګان) ، د كركيلې آلات ، چنګچی رکشه باډی، وړو دوكاندارانو او وړو كاروباري ادارو له آلات شامل د??۔ دا پروګرام د پاكستان څلورو واړو صوبو د 23 تر ټولو بې وزله وداني لرونكو ضلعو په 375 يونين كونسلو كښې پېل كولې شي۔ د پروګرام هدف د مستحقو كورنيو (60 فیصده مېرمنو او 30 فیصده ځوانانو) ته 200,000 اثاثې وركول د?? چې دا??ره به ئې د نتيجو په بنياد پراخه كولې شي۔ د دې پروګرام بجټ 15 بلینه روپۍ دے او دې څخه به په مجموعي توګه 1.45 ملينه كسان استفاده كوي۔ دا پروګرام د تېرې مياشتې په 31 مه نېټھ پېل كړې شوي كوم چې د احساس كفالت پروګرام برخه دے?? د ??ال تر پايې به نزدې 7 ملينه مستحقو مېرمنو ته 2000 روپۍ مياشتنيزه و??يف?? وركولې شي۔ د اثاثو منتقلي پروګرام مستحقين د سود نه پاكې قرض ترلاسه كولې شي?? د ??نجاب صوبې هغه ضلعې چرته چې ??ا پروګرام پېل كولې شي هغو كښې ډیرہ غازی خان، جھنګ او لیه شاملې دي۔ د خېبر پختونخوا 10 ضلعو كښې اپر کوهستان، لوئر کوهستان، پالاس کولائی، تورغر، بټ ګرام، شانګله، قطبي وزیرستان، سوئيلي وزیر ستان، ډیرہ اسمعیل خان او ټانک شامل د??۔ د بلوچستان درې ضلعو جھل مګسی، ژوب او شهرانی او د سندھ بدین، ټھټھھ، سجاول، کشمور، شکار پور، تھرپارکر او عمر کوټ ضلعو كښې دا پروګرام پېل كولې