اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د وزيراعظم عمران خان خاص مرستيال نعيم الحق په مړينه د غمرازې په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې ښه دوستان په اسانه نه ترلاسه كېږي، په كومه ورځ چې زه په تحريك انصاف كښې شامل شوم، د هغې ورځې نه مې نعيم الحق سره يو ښه تعلق او د د??ستې رشته جوړه شوه. ده ووئيل چې ??عيم الحق تل مينه راكړې او مرسته ئې كړې. هغه د وزيراعظم ??خو??نې دوست و او دا تعلق ئې تر وروستې سلګۍ په ښه ډول سر ته رسولې. ده ووئيل چې ??عيم الحق يو دورېش طبع انسان و، هغه كله هم د كومې چوكۍ يا منصب لالچ نه دے كړے او په ښه ډول ئې د ګ??ند خدمت كړے. نن وزيراعظم عمران خان او تحريك انصاف د يو مخلص شخصيت نه محروم شوي. ده ووئيل چې ??رګ برحق دے خو نعيم الحق تر وروستې دم د ناروغې مقابله كړې. ده دعا وكړه چې ??وي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.