کوئټه ۔22جنوری (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي سره د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ملاقات وكړو كوم كښې چې صوبه كښې د اوسنيو بارانونو او واورې د لاسه په شوي مالي او ځا??ي زيان ٬ د مرستې او بح??لۍ هلو ځلو په تندولو، د امن او مجموعي وضعې او صوبه كښې په روانو پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په نتيجه كښې په رامخې ته كېدونكو اقتصادي او تجارتي بدلونونو او سي پېك څخه د پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان په پرمختګ او سوكالۍ بح?? وكړې شو۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د بلوچستان ګورنر ووئيل په كوم هم ناڅاپي صورتحال قابو موندلو له بېلو ځا??ونو كښې په مستقلو بنيادونو ټوله ضروري مشينري بايد موجود وي۔ خاص مرستيالې ووئيل وفاقي حكومت اوسنيو بارانونو او واورې په نتيجه كښې شوي زيان څخه ښه خبر دے بلكې د دوئي بح??لۍ له ګامونه پورته كوي۔ د?? ووئيل د واورې د لاسه مړو شوو او ژوبل شوو ته به زر معاوضه وركړې شي۔ د?? ووئيل د بلوچستان ناڅاپي صورتحال مقابلې له د لس ملينه ډالره مشينري وركولې