اسلام آباد 13 دسمبر(اے پ?? پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پارلمان د قوي او فعاله پا??ستان لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬ پارلمان عام وګړي غږ دے۔ اولس مشر دا خبرې د شپږم قامي پارليمنټرين ډوېلپمنټ كورس ګډون كوونكو سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات كولو۔ اولس مشر د پا??ستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټرين سروسز د معياري تربيې كردار وستائېلو او په دې خبره ئې زور راوړو چې زمونږ مشرانو پا??ستان لپاره د يو جمهوري هېواد تصور وړاندې كړے ۔ د پا??ستان آئين د اولس مشر ٬سېنېټ٬قامي اسمبلي او صوبائي اسمبلو كردار متعين كړے۔ ده ووئيل د پارلمان غړي بېلا بېل پس منظر لري او دا تنوع زمونږ د جمهوريت ښكلا او مضبوطيا څرګندوي۔ اولس مشر هيله څرګنده كړه چې په كورس كښې ګډون كوونكي دې ترلاسه شوې پوهې د پارليمان كاروائي په ښه ډول چلولو او د پارلمان د غړو معاونت ??پاره اوكاروي۔ د پا??ستان انسټي ټيوټ فار پارليمنټري سروسز پارلمان غړو ته د قانون س??زۍ??تحقيق او د كار استعداد زياتوالي لپاره تربيه وركوي۔ دغسې اړوند سېكرټرېټس كښې كار كوونكو ملازمانو د كار استعداد زياتوالي خذمات هم ترسره كوي چې هغوي مهمو څانګو كښې د څارنې٬قانون س??زۍ??نمائندګې او پا??ېسي ګائيډنس په اړه د ښې كاركردګۍ لپاره د پارلماني غړو معاونت ??كړي