اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ټوله نړيواله مېډيا د مقبوضه كشمير صورتحال وړاندې كولو سره د هند اصل څېره څرګندوي٬ د هند د جمهوريت جعلي او د مساوي نظام دعوې سراسر دروغ دي۔ د خالي په ??رځ د كشميريانو په ملاتړ ك??ې د اكتوبر په 27مه نېټه د تورې ورځې په موقع په خپل پېغام ك??ې ده ووئيل چې 72 كاله وړاندې په نن ??رځ هندي ځواكونو د نړيوال قانون او اقدارو خلاف ورزي كولو سره په سر??نګ?? قبضه كړې وه او په بې ګناه كشميري اولس ئې د جبر او استبداد توره شپه جوړې كړې۔ د اګست په 5مه نېټه هند دا ظلم روان ساتلو سره د جمو او كشمير د اولس په آزادې د ډاكې اچولو يوه بله هڅه كړې وه۔ خارجه وزير د ??ې عزم پخلې وكړو چې د كشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ به تر هغه وخت روان ساتو تر څو چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دوي د خپلواكې حق نه وي ترلاسه كړے۔