اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلٰي سلاكار اجمل وزير وئيلي دي چ?? مونږ به د چا په سوله ايز احتجاج كوم بندېز نه لګوو۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې سوله ايز احتجاج كول د هر چا آئيني حق دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چ?? مولانا فضل الرحمان تر اوسه واضحه نه كړه چې د احتجاج اېجنډا ئې څه ده۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كِښې جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ د هر يو حكومت برخه پا??ې شوے او په هر دور كښ?? ئې وزارتونه ترلاسه كړي دي۔