اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند د مقبوضه جمو و کشمير صورتحال څخه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره “فالس فې??ګ آپرېشن” په ډول ډرامه كولې شي٬ توقع لرو چې كوېت به د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخئ ته كولو لپاره د پ??كستان معاونت روان اوساتي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د ش??رو په ورځ د كوېت نائب وزيراعظم او وزير خارجه شېخ صباح خالد الحماد الصباح سره ټېلي فوني تماس نيولې۔ دواړو مشرانو د مقبوضه جمو و كشمير په اندېښمند صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير ووئيل هند په مقبوضه جمو و کشمير كښې د خپلو يو اړخيزه اقداماتو نه پس په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي۔ خارجه وزير د كوېت خپل همڅنګ خب?? كړٶ چې هند د مقبوضه جمو و کشمير صورتحال څخه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره “فالس فې??ګ آپرېشن” په ډول ډرامه كولې شي۔ خارجه وزير د كشمير په مهال د سلامتي كونسل ٬ د بشري حقونو كونسل او په او آئي سي كښې د پ??كستان د دريځ په تائيد كولو د كوېت د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل هيله لرو چې كوېت به د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخئ ته كولو لپاره د پ??كستان معاونت روان اوساتي۔ د كوېت خارجه وزير د ټول صورتحال نه په خب??ولو د مخدوم شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔ د كوېت خارجه وزير د مقبوضه جمو و کشمير په صورتحال د تشويش څرګندونې كولو سره د مرستې عنديه