اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوال??قا?? عباس بخاري وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د هېواد ??ام او د ټولنې د ځپلې طبقې پشمول م??وسط طبقې لپاره درد ل??ون??ې زړه لري٬ هم دا وجه ده چې د ځينې ستونزو سره هم د احساس پروګرام پېل كړے شو۔ د صحت سهولت پروګرام د هېواد په 43 ضلعو كښې روان دے٬ وزيراعظم عمران خان د تهرپاركر او قبائيلي ضلعو هرې يوې كورنۍ ته د صحت كارډ وركولو هدايت كړے۔ دب خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال دوي ووئيل چې د بهر مېشته پاكستانيانو كورنيو لپاره د علاج غوره اسانيې وركولو لپاره يو خاص پروګرام جوړ كړے شوے چې له مخې به ئې دې كورنيو ته هېلتھـ انشورنس وركولې شي٬ دا پروګرام نويو تلونكو پاكستانيانو لپاره دې خو د وړاندې نه موجود پاكستانيان هم پريميم ادا كولو سره د دې نه استفاده كولې شي۔