اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي حكومت د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګې بهترۍ لپاره هڅ?? كوي او د څانګې پرمختګ لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات روان دي ??غس?? چې پاكستان د آئي ټي په مېدان كښې خپل ځائ جوړ كړي۔ وفاقي وزير دا خبرې د سنټرل ډويلپمنټ ورکنګ پارټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د سي ډي ډبليو پي غونډه كښې د سائنس اېنډ ټيکنالوجۍ پحقله د پاکستان اټامك انرجۍ لخوا پاکستان ريسرچ ريکټر3 لپاره د 4671.050 مېليونه روپو منصوبه وړاندې ??ړې شوه ك??مه چې حتمي منظورۍ لپاره اېكنك ته ولېږلې شوه۔ د سائنس اېنډ ټيکنالوجي وزارت لخوا دوېمه منصوبه د كركيلې او هېلت سائنسز په څانګه كښې مصنوعي ذهانت كارولو لپاره د پوسټ ګرېجوېټ مركزونو لپاره د 527.676 مېليونه منصوبه وړاندې ??ړه ك??مه چې غونډې منظور كړه