اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني د اتوار په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو٬ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ا?? سيمه ايزو چارو خبرې وشوې۔ اولس مشر د قطر د امير بصيرت وستائيلو د كوم په سبب چې قطر د توان٬ سېلګرې٬ شهري هوابازې او د تعميرات?? په څانګو كښې لويې كاميابې ترلاسه كړې دي۔ اولس مشر په نړيواله كچه د لوبو ودې لپاره د قطر د هڅو ستائنه ??كړه۔ د كراچې او حمد پورټ ترمېنځه د نېغ په نېغه رسنې جوړېدو نه ??س قطر ته د پاكستاني برآمداتو 70 فيصده اضافې حواله وركولو سره اولس مشر د قطر او پاكستان ترمېنځه په دوه اړخيزه تجارتي روابطو كښې په اضافه او د پاكستان برآمدات متنوع كول?? په ضرورت زور راوړو۔ اولس مشر په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د قطر د سرمايه كارې د اضافې په استعداد ا?? په قطر كښې د پاكستان افرادي قوت لپاره د روزګار د زياتو موقع?? په امكاناتو هم زور راوړو۔ اولس مشر په افغانستان كښې امن او د تفاهم عمل لپاره د قطر د هڅو ستائنه ??كړه او وې وئيل چې دا سيمه ايز امن لپاره د غور وړ او اعلٰي خدمات دي۔ د قطر امير د پاكستان د دورې په بلنه او د خپل ځان او پلاوي په تود هركلي كولو د پاكستاني حكومت او مشرانو مننه ??كړه۔ د قطر امير د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو اعتراف وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د مهمې اقتصادي څانګې لا قوي كولو د خواهش څرګندونه ??ولو سره د قطر امير په پاكستان كښې د توان په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو او د پاكستان څخه د خوراك څيزون?? په درآمد كښې په اضافه كښې ژوره دلچسپي وښودله۔ د قطر امير په پاكستان كښې د سېلګرې څانګې په استعداد كښې بهترې لپاره په دې څانګه كښې د قطر د سرمايه كارې٬ تكنيكي مرستې او كوربتوب په صنعت كښې د مرستې كولو وړاندېز وكړو۔ د پاكستان څخه افرادي قوت ته د روزګار وركول?? په رفتار د اطمينان څرګندونه ??ولو سره د قطر امير د پاكستان نه د نور افرادي قوت او د تربيه شويو امنيتي اهلكارو د درآمد د خواهش څرګندونه ??كړه۔ د افغانستان د امن په مذاكراتو كښې د پرمختګ مشاهده كولو سره دواړو مشران?? سيمه ايز امن او استحكام لپاره په شريكه كار كولو سره اتفاق وكړو۔ د قطر امير ته په يوه خاص دستوره كښې د پاكستان تر ټولو اعلٰي سول اعزاز نشان پاكستان هم و??كړ?? شو۔ د دستورې نه ??س د امير قطر او د هغه د پلاوي مېلمستيا هم وكړې شوه۔