اسلا?? آباد 25 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د نسټ رېكټر لېفټيننټ جنرل(ر)نويد زمان ليدلي۔د نسټ ريكټر خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ته په نسټ كښې د ترلاسه نړيوال كچ ريسرچ آسانيو او بېلو هېوادونو ټاپ رينكنګ پوهنتونونو سره د زده كونكو د تبادلو پروګرام څخه خبر كړو۔د نسټ رېكټر خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته ووئيل چې نېشنل پوهنتون آف سائنس اينډ ټېكنالوجي ??علٰی معيار سكالران او انجينئران تياروي كوم چې په ګرده نړۍ كښې بېلو څانګو كښې د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نسټ پوهنتون ښه كاركردګۍ او د پوهنتون په نړيوال رينكنګ كښې ښه وا??ي د نسټ رېكټر ته مباركي وړاندې كړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې د نسټ په لوړو زده كړو او د تحقيق په څانګه كښې پېشرفت د ستائنې وړ دې۔ده ووئيل چې سائنس او ټېكنالوجي ??ديد تعليم ودې زمونږ د حكومت په وړومبي ترجيحاتو كښې شامل دي