اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي نن وزيراعظم عمران خان د 20 كروړه پاكستانيانو ترجماني كړې ٬ كه د امن خبره اوشي نو د امن خبره به كوو٬كه د جنګ خ??ره وكړې نو جنګ ??ه كوو ۔د رېلوے وفاقي وزير د نهې په ورځ په خپل جاري شوي بيان كښې وئېلي دي وزيراعظم په واضحه ټكو وئېلي دي پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ولاړ دے او عمران خان يو واضح پېغام وركړې چې نن په ټولو هندي مسلمانانو جې كوم ظلم كېږي٬د دغې سوب د كشمير مسئله د?? كومه چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كول پكار دي۔ ده ووئېل عمران خان واضحه پېغام وركړی چې مونږ بنګړې نه د?? اچولې ٬ زمونږ لپاره پاكستان ژوند او مرګ دے ٬ ده ووئېل كه چا پ??كستان ته په كږه سترګه وكتل نو سترګې به ترې ا وباسو٬ ځكه چې پاكستان د مسلمانانو هغه قلعه د?? كومې ته چې د ټولې نړۍ مسلمانان ګوري