اسلام آباد 13 فروری (اے پی پی) د پيټروليم وفاقی وزیر غلام سرور خان وئيلي دي د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان پاكستان ته راتګ د پسرلي اعلان دے، د پرمختګ ا?? سوكالۍ په دې مزل كښې د سعودی حکومت ګډون ته د قدر په سترګه ګورو۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د سعودی عرب ولی عهد محمد بن سلمان د پاكستان دورې په مهال د تاريخي لوظنامو او ريكارډ سرمايه كارۍ هيله لرو۔ ده ووئيل د مذهبی مينې په وجه د پاکستانو زړونه د سعودی ??روڼو سره مينه لري، هم دغه وجه ده چې د پاکستان اولس د سعودی شاهی كورنۍ لپاره د عقیدت جذبه لري او ولی عهد محمد بن سلمان د پاکستان دورې ته سترګې په لاره دے ?? غلام سرور خان ووئيل په څو لسيزو اډانه د پاکستان او سعودی اړيكې د وخت تېرېدو سره لا قوي كېږي، د پاکستان حکومت په سفارتی ډګر د ورور اسلامی هېواد سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ده ووئيل حکومت د سعودی ??اکستان كښې د سرمایه كارۍ هركلې كوي۔ د سعودی ??لی عهد محمد بن سلمان د پاكستان دورې به ښې نتيجې راوځي?? غلام سرور خان ووئيل پاکستان او سعودی ??ھ كوټلو بنیادونو اړيكې لري دغسې د سعودی ??لی عهد پاكستان دورې سره به دوه اړخيزه ??ړيكو ته لا پراختيا ترلاسه شي