اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د بهرنيو چا??و وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي په مشرۍ كښې خارجه چا??و لپاره د مشاورتي كونسل غونډه وشوه۔ په غونډه كې د وزيراعظم د تجارت او سرمايه كارۍ سلاحكار عبدالرزاق داؤد، خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه، پخوانو سفيرانو ٬ خارجه سېكترانو نړيوالو پوهانو او نورو غړو ګډون وكړو۔ د غونډې په پېل كښې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د پخواني خارجه سېكتر سلمان بشیر د مور بخښنې لپاره دعا وكړه۔ په مشاورتي کونسل غونډه كښې د امن روغې جوړې عمل په اړه د شوو هلو ځلو ٬بهر هېوادونو كښې مشته پاكستانيانو سره د روابطو ودې پشمول د خارجه پاليسۍ په ګڼو اړخونو تفصيلي خبرې وشوې۔ خارجه وزير غړي په دې وروستيو كښې د برتانيې خپلې دورې تفصيلات نه خبرولو سره ووئيل پاكستان به په مقبوضه كشمير كښې د مظلوم ا??لس سفارتي٬ سياسي او اخلاقي ملاتړ دوامدار ساتي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان تل په افغانستا?? كښې امن لپاره د طاقت كارولو په ځاې د سياسي مذاكر??تو ملاتړ كړې٬ اوس ګرده نړۍ زمونږ د نكته نظر په تائيد كولو نه مړېږي٬ده ووئېل پاکستان افغانستا?? كښې د امن شريكې ذمه وارۍ نورو سيمه ايزو او نړيوالو شراكت دارو سره په ګډه په ښه ډول ترسره كوي۔ په مشاورتي غونډه كښې د سمندر پورې وګړو روابط زياتولو لپاره د سېلګرۍ ٬ تجارت ٬سرمايه كارۍ ٬ ??ان??ني مرستې او د تعليم غوندې څانګې پكار راوستلو هم زور رواړلې شو